کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په کندهار ولایت کې پولیسو ۶ تنه طالب اورپکي ونیول.
اعلامیه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي چې مشکوک کسان د ولایت په بېلابېلو برخو کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل ول.
اعلامیه زیاتوي چې پولیسو د اورپکو اړوند وسلې او مهمات ونیول.