کابل -- د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید د لوګر ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي او د هغه دوه مرستیالان ووژل.
اعلامیه د برید د وخت په هکله د جزیاتو له ورکړې څخه پرته وایي چې دغه برید په چرخ ولسوالۍ کې ترسره شو.
اعلامیه زیاتوي چې د غزني، لوګر، خوست، پکتیا او کابل ولایتونو لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل چارواکی هم ووژل شو.
طالبانو د دغو تلفاتو له منلو څخه انکار کړی دی.