افغان ځواکونو د شمال په دوه اونیزو عملیاتو کې خواوشا ۴۰۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په تېرو دوه اونیو کې د هېواد په شمالي سیمو کې لږ تر لږه ۳۹۶ طالب اورپکي وژلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه اورپکي په فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.‌

اعلامیه وایي چې لږ تر لږه ۲۰۱ تنه اورپکي ټپیان او ۲۱ نور ونیول شول.

په وژل شویو کې ۵۱ محلي طالب قوماندانان هم شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500