مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو سرتېرو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.
افغان ملي اردو وویل چې دغه اورپکی چې د ملا ران محمد په نامه یاد شوی له ۹ نورو یاغیانو سره یوځای د سې شنبې په ورځ ووژل شو.
اعلامیه زیاتوي چې په یاده ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات روان دي.
طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.