غزني -- د والي د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په غزني ولایت کې یوه هوایي برید یو موټربم ویجاړ کړ او درې کسان چې د ځانمرګو بمي بریدونو پلان یې درلود ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید یو موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱مه/ د ماښام خواوشا ۸:۴۰ بجې په ګیرو ولسوالۍ کې وویشت.