افغان ځانګړیو ځواکونو په پکتیکا کې د ځانمرګو د واسکټونو جوړولو ۳ فابریکې ویجاړې کړې

سلام ټایمز

پکتیکا -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۰مه/ د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې افغان ځانګړیو ځواکونو په پکتیکا ولایت کې درې فابریکې، چې په ځانمرګو بمي بریدونو کې کارېدونکي واسکټونه یې جوړول، ویجاړې کړې.‌

په اعلامیه کې د پېښې د دقیق وخت په هکله د معلوماتو له یادولو څخه پرته راغلي چې عسکرو دغه عملیات په ګومل ولسوالۍ کې ترسره کړل.

اعلامیه زیاتوي چې هغوی د ځانمرګو بمي بریدونو څو واسکټونه او نور تجهیزات ویجاړ کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500