افغان ځانګړیو ځواکونو په بلخ کې ۴ طالب جنګیالي ونیول

سلام ټایمز

بلخ -- د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په بلخ ولایت کې ۴ طالب اورپکي ونیول.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه اورپکي د دوشنبې په شپه /د زمري ۱۴مه/ د چمتال ولسوالۍ په اروزګاني کلي کې ونیول شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د اورپکو اړوندې وسلې هم ونیولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500