د افغان هوایي ځواک بریدونو په فاریاب کې ۳۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فاریاب -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک بریدونو په فاریاب ولایت کې ۳۱ تنه طالب اورپکي ووژل.

اردو وویل چې بریدونو اورپکي د یکشنبې په شپه /د زمري ۱۳مه/ په بلچراغ ولسوالۍ کې په نښه کړل. لږ تر لږه ۲۰ تنه نور اورپکي ټپیان شول.

اعلامیه زیاتوي چې بریدونو یو پټنځای او د طالبانو څو موټرونه ویجاړ کړل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500