افغان ځواکونو په کابل کې د داعش په ۳ پټنځایونو باندې برید وکړ

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، افغان کمانډو ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۶مه/ په کابل کې د داعش اورپکو اړوند درې کورونو باندې برید وکړ چې زیات مقدار چاودېدونکي مواد او وسلې یې په کې ونیول.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل چې داعش له دغو کورونو څخه د بمونو جوړولو د فابریکو په توګه کار اخیست. په بریدونو کې د داعش دوه غړي او درې افغان کمانډویان ووژل شول.

د ملي امنیت ریاست وویل، «ډېر چاودېدونکي مواد، د ځانمرګو واسکټونه، وسلې او د موټربمونو د جوړولو لپاره کارېدونکې تخنیکي وسیلې او ماینونه ونیول شول.»

مقاماتو وویل چې هغوی په بغلان ولایت کې د امنیتي ځواکونو په یوه کاروان د یوه برید مخه ونیوله.

د افغان ملي اردو په یوه اعلامیه کې راغلي چې بریدګرو یو هاموي چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو د کاروان په لور ور روان کړی وو، خو افغان سرتېرو هغوی وپېژندل او یاده عراده یې د راکټ په وسیله وارېدونکي ګرنېټ په ور ویشتلو سره ویجاړه کړه.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې په کابل کې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ لږ تر لږه ۵ کسان هغه وخت ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول چې په یوه موټر باندې چې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست کارکوونکي یې لېږدول بمي برید وشو.

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانان راتلونکې اونۍ د لوی اختر د لمانځلو لپاره تیاری کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500