د هلمند پولیسو د طالبانو برید په شا وتمباوه او ۶ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په هلمند ولایت کې پولیسو په یوه امنیتي پوسته د طالبانو یو برید په شا وتمباوه، لږ تر لږه ۶ اورپکي یې ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه جګړه د سې شنبې په شپه /د زمري ۲۲مه/ د ګرمسېر ولسوالۍ په شملان سیمه کې وشوه.

اعلامیه زیاتوي چې هېڅ پولیس ژوبل نشو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500