په کابل کې په واده د بمي برید د مړو شمېر ۸۰ ته ورسېد

ای اېف پي

کابل -- یوه چارواکي د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۰مه/ وویل، په کابل کې د واده په یوه مېلمستیا شوي برید کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۸۰ تنو ته ورسېد. د افغانستان پلازمېنه اوس هم له تېر یوه کال څخه له ډېرې مودې راهیسې د تر ټولو مرګوني برید له امله ویرجنه ده.

یوه ځانمرګي بمي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې د افغانانو د ودونو په یوه ډک تالار د زمري په ۲۶مه هغه وخت برید وکړ چې خوشحالۍ په جوش کې روانې وې.

د راپورونو له مخې،‌ د مړو ابتدایي شمېر لږ تر لږه ۶۳ کسان وو، او له ۱۸۰ څخه ډېر نور ټپیان وو.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، «اوس د مړو شمېر ۸۰ ته پورته شوی دی.»

هغه وویل، «ځینې ټپي خلکو چې ټپونه یې سخت وو... ژوند له لاسه ورکړی دی.»

دا په کابل کې د ۱۳۹۶ له سلواغې راهیسې چې طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک یو امبولانس موټر په یوه ګڼه کوڅه کې وچاوه تر ټولو ډېر خونړی برید دی. د رسمي سرچینو په اساس،‌ د طالبانو په هغه برید کې ۱۰۳ کسان وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500