لوګر -- د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د جمعې په ورځ /د وږي ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په لوګر ولایت کې ۶ تنه طالب اورپکي ونیول.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات پنجشنبه /د زمري ۳۱مه/ د شپې له مخې د خروار ولسوالۍ په بابي کلي کې ترسره شول. په نیول شویو کسانو کې د طالبانو یو محلي قوماندان هم شامل دی.
اعلامیه زیاتوي چې دوه تنه اورپکي ټپیان شول.
طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.