کندهار -- په کندهار ولایت کې پولیسو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۲مه/ وویل چې هغوی دوه ځانمرګي بمي بریدګر چې غوښتل یې په ډنډ ولسوالۍ کې د واده مراسم په نښه کړي ووژل.
د کندهار ولایت امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان اڅکزي په یوه ټویټ کې وویل، «د کندهار پولیسو تېره شپه دوه طالب ځانمرګي بمي بریدګر چې غوښتل یې د یوه واده بې ګناه برخه وال افغانان ژوبل کړي، ووژل. زه په پولیسو فخر کوم چې په کندهار کې د افغانانو امنیت خوندي کوي.»
د زمري په ۲۶مه، د داعش اړوند یوه ځانمرګي بمي بریدګر د کابل په لوېدیځه برخه کې د افغانانو یو د واده تالار چې له خلکو ډک وو په نښه کړ چې لږ تر لږه ۸۰ کسان یې په کې ووژل او نژدې ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.