کابل-- د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید په بدخشان ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.
وزارت وویل چې برید د چارشنبې په ورځ په وردوج ولسوالۍ کې وشو.
وزارت زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه طالب اورپکي ووژل شول، خو د دقیق وخت یا موقعیت په هکله یې مشخص جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.