کابل -- د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ /د وږي ۱۵مه/ وویل چې افغان ځواکونو د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي قاري فصیح الدین وواژه.
طالبانو دغه خبر رد کړی دی.
د روانې اونۍ په لومړیو کې، یاد وزارت راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۰۰ تنه طالب اورپکي وژلي، خو د عملیاتو د وخت یا موقعیت په هکله یې مشخص معلومات نه دي ورکړي.