افغان ځواکونو په بدخشان کې ۲ ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیولې

سلام ټایمز

بدخشان -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له یوې اونۍ څخه په لږ وخت کې په بدخشان ولایت کې دویمه ولسوالي هم له طالبانو څخه بېرته ونیوله.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، افغان ځواکونو چې د هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو، د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ د یمګان ولسوالي له طالب اورپکو څخه بېرته ونیوله.

دا کار وروسته له هغه وشو چې افغان ځواکونو د شنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ وردوج ولسوالي ونیوله او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه طالب اورپکي یې ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، «طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل او د هغوی ډېر جنګیالي افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول»

اعلامیه زیاتوي چې له طالبانو څخه د بدخشان ولایت د پوره تصفیې لپاره عملیات به دوام ومومي.‌

طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500