افغان ځواکونو په بلخ کې ۳۶ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بلخ ولایت کې لږ تر لږه ۳۶ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات په شولګره او چمتال ولسوالیو کې ترسره شول.

اعلامیه وایی چې ملکي خلکو ته هېڅ‌ زیان نه دی ور رسېدلی خو ۴ تنه امنیتي منسوبین ووژل شول.

په اعلامیه کې یاده شوې چې په ورته وخت کې د چمتال ولسوالۍ په بای تیمور کلي کې ۴ تنه اورپکي خپل د سرک د غاړې یوه بم په له وخت نه مخکې چاودنه کې وژل شوي دي.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500