افغان ځواکونو په کابل کې د داعش پر پټنځای برید وکړ او ۲ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست وویل چې د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو له پولیسو سره یوځای د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ په کابل کې د داعش په یوه پټنځای باندې برید وکړ او دوه تنه اورپکي یې ووژل.

د ملي امنیت ریاست د جمعې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه عملیات په ۱۷مه ناحیه کې وروسته له هغه ترسره شول چې د ملي امنیت ریاست د یادې ډلې له هغو درې غړو څخه معلومات ترلاسه کړل چې یادې ادارې یوه ورځ مخکې په کابل کې نیولي وو.‌

اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د محمد حنیف په نامه د داعش د ځینې ترهګریزو بریدونو یو تنظیموونکی هم شامل دی.

د ملي امنیت ریاست وایي چې افغان ځواکونو له یاد پټنځای څخه درې کلاشینکوفونه، ۲۶ جاغورونه، یو بادي توپک، ۷ لاسي بمونه او درې نظامي یونیفورمونه ضبط کړل.

یوه پاکستانۍ تبعه ښځه چې له خپلو څلورو ماشومانو سره په دغه پټنځای کې اوسېدله وروسته له هغه روغتون ته ولېږدول شوه چې په عملیاتو کې ټپي شوه.

د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، له دې جلا، د افغان هوایي ځواک یوه برید د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش یو مستخدم وواژه.

وزارت د دغو عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې مشکوک کس چې د حسن پنجابي په نامه یاد شوی دی په ټولنیزو رسنیو د یادې ډلې د تبلیغاتو د خپرولو مسؤل هم وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500