افغان ځانګړیو ځواکونو په غزني کې ۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

غزني -- د ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ /د وږي ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه طالب اورپکي ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې کمانډو ځواکونو دغه عملیات پنجشنبه د شپې پر وخت /د وږي ۲۸مه/ د ده یک ولسوالۍ په کنډر سیمه کې ترسره کړل.

اعلامیه زیاتوي چې د اورپکو اړوند دوه موټرونه ویجاړ شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500