افغان ځواکونو په میدان وردک کې ۱۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

میدان وردک -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه جګړه په نرخ ولسوالۍ کې وشوه خو د وخت په هکله یې جزیات نه دي ورکړي.‌

طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500