محب طالبانو ته وویل، د سولې پروسې سره یوځای شي که نه د جګړې په ډګر کې به له روانو زیانونو سره مخامخ شئ

سلام ټایمز

نیویارک -- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په طالبانو باندې غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي که نه د افغان ځواکونو له روان جنګ سره به مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ په وینا، محب د دوشنبې په ورځ /د تلې ۸مه/ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۴مه ناسته کې وویل. «طالبانو او د هغوی خارجي تمویلوونکیو ته، دا اوس واورئ، دا د افغانانو له خوا پیغام دی: له مونږ سره په سوله کې یوځای شئ، که نه مونږ به جنګ ته دوام ورکړو.»

هغه وویل، لکه څرنګه چې زما همکارې، سفیرې عادلې راز تېره اونۍ دلته په ملګرو ملتونو کې وویل، «دا داسې یو جنګ دی چې مونږ کولی شو ویې ګټو.»

محب زیاته کړه، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خپل ځانونه د یوه کلکې او مسلکي موسسې په توګه ثابت کړي چې کولی شي زمونږ ولسواکه پروسه خوندي کړي، او نړۍ والې ټولنې له افغان ولس او حکومت سره په پیوستون کې یو کلک دریځ ټینګ کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500