د سرپل پولیسو د طالبانو هغه قوماندان وواژه چې د رایه ورکوونکو د ګوتو پرې کولو پلان یې درلود

سلام ټایمز

سرپل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په سرپل ولایت کې د طالبانو یو محلي قوماندان، چې غوښتل یې د رایه ورکوونکو په رنګ ککړې ګوتې پرې کړي، وواژه.

په اعلامیه کې راغلي، مشکوک کس چې د ناصر په نامه یاد شوی د دوشنبې په سهار له خپلو جنګیالیو سره یوځای د سانچارک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې یوه موقته د تلاشۍ پوسته جوړه کړې وه چې په لاره تلونکي خلک لوټ کړي او د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې رایې ورکړې وې.

طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500