د کندهار پولیسو ۱۱ طالب اورپکي ونیول

سلام ټایمز

کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په کندهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ډلې ۱۱ غړي ونیول.

وزارت وویل چې دغه ګروپ له تاوتریخوالي څخه ډکو بریدونو او همدارنګه د سرک د غاړې بمونو په جوړولو او ښخولو کې لاس درلود.

اعلامیه زیاتوي چې پولیسو له نیولو شویو کسانو څخه د دوه راکټونو په شمول وسلې ونیولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500