په جلال اباد کې بمي برید ۱۰ کسان ووژل او ۲۷ یې ټپیان کړل

ای اېف پي

جلال اباد -- یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل، د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۵مه/ لږ تر لږه ۱۰ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول چې په یوه بس باندې چې د اردو نوي استخدام شوي کسان یې وړل بمي چاودنه وشوه.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل،‌ یو بم په یوه موټرسایکل باندې اېښودل شوی وو او کله چې یو بس پرې تېرېده چاودنه یې وکړه.

هغه وویل، «له بده مرغه چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ ملکي کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.»

په سملاسي توګه دا معلومه نشوه چې د اردو څو تنه نوي نیول شوي کسان ټپیان شول، یا دا چې هغوی د ملکي کسانو په ډله کې شمېرل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي دغه شمېر تایید کړ.

سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت ونه مانه، خو په جلال اباد کې وخت په وخت د طالبانو او داعش له خوا بریدونه ترسره کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500