په غزني پوهنتون کې چاودنې ۱۹ محصلان ټپیان کړل

سلام ټایمز

غزني -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې یوې چاودنې د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ په غزني پوهنتون کې لږ تر لږه ۱۹ تنه محصلان ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې چاودنه د سهار خواوشا ۹:۴۰ بجې د درس ویلو په وخت کې پېښه شوه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه ښځینه او ۷ تنه نارینه محصلان یې ټپیان کړل.

اعلامیه زیاتوي چې د چاودنې څرنګوالی لا تر اوسه معلوم نه دی.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی د خلکو ژوند، پوهې، زده کړې او پرمختګ ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. هلته د جنګ،‌ وژنې، تاوتریخوالي، او شخړې وطن دی. د دې وطن مشران دا کارونه یوازې غندي او نور څه نه کوي او هغوی په دې بوخت دي چې څنګه قدرت ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو دا خوښېږي چې ښوونځیو او روغتونونو ته چاودنې ورکړي.

ځواب ورکړئ