افغان ځواکونو په بلخ کې ۱۲ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

بلخ -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو چې د هوا له لارې یې ملاتړ کېده، په بلخ ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

اردو وویل چې دغه نښتې د چارشنبې په ماښام /د تلې ۱۷مه/ په چمتال او بلخ ولسوالیو کې وشوې.

اعلامیه زیاتوي چې په نښتو کې د اورپکو اړوند ۶ موټرسایکلونه او تجهیزات ویجاړ شول.

اردو وویل چې هېڅ ملکي کس ته زیان نه دی ور رسېدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500