کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۵مه/ د پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې ترسره شویو هوایي بریدونو لږ تر لږه ۳۲ تنه طالبان او د داعش اورپکي ووژل.
هوایي بریدونو ۲۹ تنه طالبان ووژل چې ۱۷ یې په کندوز، ۶ په غزني، ۲ په میدان وردک، ۲ په پکتیکا او ۲ نور په کندهار او زابل ولایتونو کې وژل شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې د داعش درې اورپکي ووژل شول.