امنیت

د نورستان مشرانو او عالمانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړ

خواوشا ۱۵۰ تنو دیني عالمانو او قومي مشرانو د حکومت مخالفان وغندل او اعلان یې وکړ چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.‌

په ننګرهار کې نور طالبان هم له هغو سره یوځای شول چې جنګ یې پرېښی دی

د حکومت په وړاندې له لسو کلونو جنګ کولو څخه وروسته، اورپکو ژمنه کړې چې د سولې بهیر سره یوځای شي او د افغانستان په بیارغونه کې کار وکړي.‌

د داعش ځانمرګي برید په کابل کې د شیعه ګانو کلتوري مرکز وواهه او ډېر ځوانان یې ووژل

شاهدانو وویل، وروسته له هغه، چې په دغې کلنۍ غونډه څو چاودنې وشوې، د ځوانو قربانیانو مخونه له پېژندلو څخه وتلي ول.

طالبانو په کندهار کې د ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ ځانمرګی برید وکړ

پولیسو ودانۍ ته وړاندې د ځانمرګي بریدګر د ننوتلو مخه ونیوله، چې په دې توګه یې د زیاتو تلفاتو مخنیوی وکړ.

په ننګرهار کې د کوکنارو د کرنې پر وخت د دغه فصل اړول پیل شول

چارواکي وایي، د کرنې پر وخت د کوکنارو اړول به بزګرانو ته دا فرصت ورکړي چې په خپلو پټیو کې د غنمو، جوارو او سبزیجاتو په څېر نور څه وکري.

'د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال افغانستان ته په خطاب کې: 'مونږ دلته د کار تر پایه یو

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی چې له افغان چارواکو سره وګوري او په دغه هېواد کې له ځای پرځای شویو خواوشا ۱۵۰۰۰ امریکایي عسکرو نه مننه وکړي.

په فراه کې د طالبانو له خوا په زوره اخیستل شوې پیسې د روسي وسلو په پېرودلو لګول کیږي

امنیتي ځواکونه د داسې عملیاتو لپاره پلانونه جوړوي چې دغه ولایت د اورپکو ډلو له موقتي 'محصول مرکزونو' څخه خلاص کړي.

د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون د استخباراتو په مرکز د داعش برید شنډ کړ

چارواکي او عیني شاهدان وایي،‌ افغان پولیسو او امنیتي ځواکونو په کابل کې د برید صحنې ته ژر ځانونه ورسول، او په چټکۍ سره یې وضعه کنټرول کړه.‌

عکسونه او ویډیو: افغان ښځینه افسرانې په هند کې روزنه ترلاسه کوي

دغه روزنیز پروګرام د افغان ملي اردو د هغو هڅو یوه برخه ده چې په وسله والو ځواکونو کې د ښځو شمېر ډېروي.‌

قومي مشرانو او دیني عالمانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ تازه کړ

خواوشا ۲۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغانستان په ختیځ کې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

تېره پاڼه | 1 | 2 | 3 | 4 | 5 | 6 | 7 | 8 | 9 | 10 | 11 | 12 | 13 | 14 | 15 | 16 | 17 | 18 | 19 | 20 | 21 | 22 | 23 | 24 | 25 | 26 | 27 | 28 | 29 | 30 | 31 | 32 | 33 | 34 | 35 | 36 | 37 | 38 | 39 | 40 | راتلونکي پاڼه