http://afghanistan.asia-news.com/ps/keywords/Topic/Terrorism?page=7

تروريزم

داعش په ننګرهار کې د خپل مخالف دینی عالم د وژنې پړه پرغاړه واخیسته

داعش په ننګرهار کې د خپل مخالف دینی عالم د وژنې پړه پرغاړه واخیسته

ځایي خلک وایي، چې ترهګر هڅه کوي چې معتدل اوازونه چوپ کړي،‌ خو که هغوی د مولوي عبدالظاهر حقاني په څېر نوموتی مشر هم ووژني، په سلګونو او زرګونو نور به د هغوی ځای ونیسي.

د پاکستان - افغانستان د پولې په اوږدو کې د اورپکو انګېزه اسلام نه، حرص دی

د پاکستان - افغانستان د پولې په اوږدو کې د اورپکو انګېزه اسلام نه، حرص دی

سره له دې چې اورپکي ادعا کوي چې د هغوی کارونه په اسلام کې توجیه شوي دي، خو هغوی یوازې د دې په لټه کې دي چې د نشه ییزو توکو د قاچاق په څېر ناقانونه لارو څخه پیسې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې ترهګریزو بریدونو په ۲۰۱۷ کې د ملکي خلکو مړینه د ریکارډ کچې ته ورسوله

په افغانستان کې ترهګریزو بریدونو په ۲۰۱۷ کې د ملکي خلکو مړینه د ریکارډ کچې ته ورسوله

د یوناما له خوا د ورکړل شویو معلوماتو په اساس، له ځانمرګو او بمي بریدونو څخه د ملکي خلکو تلفات تېر کال هغه وخت زیات شول چې طالبانو او داعش غیرجنګي خلک په نښه کړل.

غني د مرګنیو بریدونو د 'انتقام' ژمنه وکړه،‌ او ویې ویل چې ۱۱ کسان نیول شوي دي

غني د مرګنیو بریدونو د 'انتقام' ژمنه وکړه،‌ او ویې ویل چې ۱۱ کسان نیول شوي دي

ولسمشر وویل،‌ «خلک به یې هېر نه کړي،»

کابل د طالبانو او داعش له پرله پسې بریدونو څخه وروسته 'سخت پرېشان' دی

کابل د طالبانو او داعش له پرله پسې بریدونو څخه وروسته 'سخت پرېشان' دی

په وروستیو ورځو کې جوړه بریدونو د لږ تر لږه ۱۱۴ کسانو ژوند واخیست او سلګونه نور یې ټپیان کړل.‌

افغان امنیتي ځواکونو طالبان د غزني‌ له سړکونو څخه لېرې ساتلي دي

افغان امنیتي ځواکونو طالبان د غزني‌ له سړکونو څخه لېرې ساتلي دي

وروسته له هغه، چې محلي خلکو طالبانو ته د مالیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، یاد اورپکي ګروپ سړکونه بند کړل او هغوی ته یې د مرګ او تښتونې ګواښونه وکړل. له هغه وخت راهیسې امنیتي ځواکونو دغه ګواښ له منځه وړی دی.

د جوزجان تښتول شوي ماشومان 'اوس تیار دي' چې د داعش ترهګریز عملونه ترسره کړي

د جوزجان تښتول شوي ماشومان 'اوس تیار دي' چې د داعش ترهګریز عملونه ترسره کړي

دغې ترهګرې ډلې اټکل ۳۰۰ ماشومان د هغوی له کورنیو څخه د دې لپاره تښتولي چې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره یې وروزي. د راپورونو له مخې، نژدې نیمو یې خپله روزنه بشپړه کړې ده.

د اروزګان سلګونو اوسېدونکیو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې

د اروزګان سلګونو اوسېدونکیو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې

د اروزګان ولایت خواوشا ۵۰۰ محلي اوسېدونکیو د دې لپاره وسلې راپورته کړي چې د افغان ځواکونو ملا وتړي او خپلې سیمې له طالب اورپکو څخه خوندي کړي.‌

طالبان د کابل پر هوټل په وحشیانه برید پسې وروسته 'د بشریت دښمنان' وبلل شول

طالبان د کابل پر هوټل په وحشیانه برید پسې وروسته 'د بشریت دښمنان' وبلل شول

اورپکي چاقوګان او توپکونه په لاس کوټه په کوټه ګرځېدل او هر څوک چې په مخه ورتلل هغه به یې وژل. طالبانو د وژنې د دغې ۱۲ ساعته دورې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

په کابل کې په لاریون باندې ځانمرګي برید ۱۳ پولیس افسران ووژل

په کابل کې په لاریون باندې ځانمرګي برید ۱۳ پولیس افسران ووژل

داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌ دا د نوي کال له پیل راهیسې په پلازمېنه کې لومړنی برید وو.‌