ټاکني

د ټاکنو د کمېسیونونو نوې مشرانې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د ښځو لاسته راوړنې ښيي

دوه ښځې به د افغانستان د ټاکنو کمېسیونونو مشري کوي چې هغوی ته د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت او ازادۍ په ډاډمنولو کې مهم رولونه ورکوي.

چارواکو تایید کړه چې د ولسمشرۍ انتخابات به ونه ځنډول شي

د هېواد د انتخاباتو کمېسیون د سې شنبې په ورځ د پخوانیو راپورونو په ردولو سره، وویل، چې انتخابات به د را روان کال د وري د میاشتې په ۳۱ مه ترسره شي.

د کندوز اوسېدونکي طالبان د خپلو کورونو د ویجاړولو مسؤل بولي

طالب اورپکي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، د انتخاباتو په ورځ‌ د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي ول چې په نتیجه کې یې له ۵۰ څخه د ډېرو کورونو د ویجاړولو او هغو اوسېدونکيو د مرګ سبب شول چې د تېښتې وړتیا یې نه لرله.‌

په میلیونونو افغانانو د طالبانو د ګواښونو پروا ونه کړه، او په تاریخي انتخاباتو کې یې رایې واچولې

نژدې ۴ میلیونو افغانانو له ډار پرته په یو شمېر امنیتي پېښو او د رایه ورکوونې د ماشینونو په ستونزو پښې کېښودې او په پارلمان کې یې د خپلو استازو د ټاکلو لپاره رایې ورکړې.‌

افغانان په مهمو پارلماني انتخاباتو کې رایه اچونې ته مخه کوي

نژدې ۹ میلیونو افغانانو د دې لپاره خپل نومونه لیکلي څو په دې هکله د فیصلې کولو لپاره رایه ورکړي چې څوک به د را روانې ولسي جرګې ۲۴۹ چوکۍ ترلاسه کړي.

چارواکي: افغان ځواکونه د پارلماني ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره چمتو دي

د امنیتي ځواک له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر سرتېري د دې لپاره توظیف شوي چې ډاډمنه کړي چې رایه ورکوونکي د شنبې د ورځې د انتخاباتو په ترڅ کې له خپل دیموکراتیک حق څخه استفاده وکړي.‌

په عکسونو کې: امنیتي ځواکونه له مهمې رایه اچونې څخه مخکې په کندوز کې پوځي رسم ترسره کوي

چارواکي وايي، د دغې ښکاره پوځي نندارې هدف دا دی چې افغان عوامو ته د شنبې په ورځ کېدونکیو پارلماني انتخاباتو څخه مخکې د عامه امنیتي تیاریو په هکله ډاډ ورکړل شي.

افغان سرتېرو په هلمند کې د شنبې ورځې د انتخاباتو لپاره خپل پوځي مانورونه پایته ورسول

د دغو یو میاشتنیو اوږدو تمریناتو هدف دا دی چې د ډېرو ځنډېدلو پارلماني انتخاباتو لپاره د انتخاباتي مرکزونو ساتنه یقیني کړي چې د را روانې شنبې په ورځ /د تلې ۲۸ مه/ ترسره کیږي.

رایه ورکوونکو: د اخبار په اندازه رایه پاڼو ته تیاری وکړئ

هر رایه ورکوونکی کولی شي چې یوازې یو کاندید انتخاب کړي، خو په کابل کې د رایه ورکولو په لویو پاڼو کې، چې د اخبار په اندازه لویوالی لري، د هغوی موندل کېدای شي چې وخت ضایع کوونکي وي.

د ولسواکۍ قېمت: افغانان تیار دي چې د سرونو په قربانۍ هم رایه ورکړي

یوه سړي د مرکې په ترڅ کې، وویل، 'زه به یا مړ شم یا به رایه ورکړم،'