امنیت

والي: نورستان خوندي او د پانګونې لپاره تیار دی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، په دغه ولایت کې هیڅوک هم داعش پورې اړه نه لري.

حکمتیار له طالبانو سره د روسانو 'ارتباط' تایید کړ

افغان چارواکي وایي، چې له طالبانو سره د روسانو ملاتړ د افغانستان د سولې پروسه کمزورې کوي.‌

تسلیم شویو طالبانو په خپلو تېروتنو اعتراف وکړ او په نور یې وهڅول چې د سولې له بهیر سره یوځای شي

په بغلان ولایت کې د طالبانو یوه پخواني قوماندان سلام ټایمز ته وویل چې طالبان د ملکي خلکو د پیسو او شتمنیو د خوړلو له لارې ژوند کوي.‌

امریکایي او افغان ځواکونو د طالبانو د 'کوکنارو په مرسته یاغیتوب' پر ضد ګډ کمپاین پیل کړ

د ناټو قوماندان جنرال جان نېکلسن وایي، طالبان په داسې یوه کارتل یا مافیایي ډله باندې اوښتي چې د نشه ییزو توکو د قاچاق، د کانونو د ناقانونه کیندنو، تښتونو او اجرتي قتلونو له لارې ترلاسه کېدونکیو شتمنیو د خوندي کولو لپاره جګړه وکړي.

روسیه په ټولنیزو رسنیو کې په 'پراخه کچه درواغ' ویلو کې رسوا شوه

د روسیې د دفاع وزارت هڅه وکړه چې په درواغو د یوه ویډیو ګیم عکسونه د داسې 'ثبوت' په توګه وړاندې کړي چې د امریکا پوځ له اورپکو سره مرسته کوي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د مسکو د دروغو ادعاوې رسوا کړې.

د پارون اوسېدونکي له حکومت سره همکاري کوي، او طالبان او داعش یې لیرې ساتلي دي

په داسې حال کې چې ګواښونه په ډېرېدلو دي، ځایي خلک د ولسوالۍ منظمې ګزمې کوي چې اورپکي لیرې وساتي، او د هغوی بریالیتوب پاملرنه ورجلب کړې ده.

افغانانو او پخوانیو یاغیانو بیا د سولې غږونه پورته کړل

کتونکي وایي،‌ چې پخواني طالبان او د داعش جنګیالي باید په دې پوه شي چې د سولې خبرو سره یوځای کېدل د خلاصون یوازنۍ باوقاره لاره ده.‌

پر تلوېزیون سټېشن د داعش له برید څخه وروسته ژورنالست وویل 'هغوی نشي کولی چې زمونږ غږ چوپ کړي'

وسله والو سړیو، چې د پولیسو لباسونه یې پر تن ول، په کابل کې د شمشاد تلوېزیون پر ودانۍ برید وکړ، او وروسته د افغان ځانګړیو ځواکونو له خوا له پښو وغورځول شول.‌

کونړ لسګونو طالب اورپکو ته د سولې بهیر سره د یوځای کېدلو له امله ښه راغلاست وویل

د ګروپ قوماندان چې وایي تمه لري ډېر نور طالبان به هم تسلیم شي، وویل، «مونږ به ډېره هڅه وکړو چې د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلو،»‌

په زور اخیستل، وژل، او سوزول د هغو لارو له جملې څخه دي چې طالبان پرې افغانان وېروي

چارواکي او اوسېدونکي وایي،‌ چې د اورپکو یاده ډله د مخابراتي شبکو د اختلال ګواښ هم د خلکو د وېرولو د یوې طریقې په توګه کاروي.