امنیت

د اورپکو د وحشیانه جګړې زور له کلیوالو افغانانو وځي

شفیق الله چې ۱۵ کاله عمر لري وویل، 'مونږ هیله لرو چې طالبان راشي او سوله وکړي... په دې هېواد کې نور هیڅوک هم ونه وژل شي او نه ټپي شي.»

په زابل کې د طالبانو الفتح عملیات له سخت مقاومت سره مخامخ شول

افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د ځانکړیو ولسوالیو د کنټرولولو لپاره د طالبانو هڅې شنډې کړې او په داسې پلانونو باندې کار روان دی چې د اورپکو د یادې ډلې پر ضد نور عملیات ترسره شي.

په کندهار کې موندل شوی ایرانی راکټ له طالبانو سره د تهران دوامدار ملاتړ په ګوته کوي‌

له طالبانو سره د تهران او مسکو د ملاتړ او د هغوی له خوا د سولې د پروسې د کږولو د هڅې له امله اندېښنې په ډېرېدلو دي.

د طالبانو د مشر له خوا په اختر کې د اوربند ردولو د افغانانو غوسه راوپاروله

د ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د جنګ د پیغام له امله هغه ته 'د سولې دښمن' نوم ورکړل شوی دی.‌

طالبانو په هلمند کې د سولې د ولسي حرکت لاریونوال ونیول

د حرکت غړو وویل چې اورپکو خواوشا ۲۵ لاریونوال نیولي دي.

په فراه کې تسلیم شویو طالب جنګیالیو له افغان ځواکونو څخه د دفاع کولو ټټر وواهه

دغه ګروپ له ځانونو سره ماشینګنې، هاوانونه، موټرونه او مهمات راوړل، او ژمنه یې وکړه چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه به دفاع او ملاتړ وکړي.‌

د طالبانو په تش په نامه پسرلنیو عملیاتو کې په سلګونو ملکي کسان تلف شول

د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې له ۷۰۰ څخه ډېر ملکي کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې د هغوی د کلنیو پسرلنیو عملیاتو هدفونه امنیتي ځواکونه دي.

په تخار کې د ملکي خلکو وژنې نهیلي کړي طالب جنګیالي تسلیم شول

اورپکو خپل هغه دوه ملګري چې نه یې غوښتل تسلیم شي هم وسپارل.

'بې رحمه عملیات': افغان ځواکونو په لوېدیځه سیمه کې د طالبانو پسرلني عملیات شنډ کړل

طالبانو د روژې په ترڅ کې د اوربند د غوښتنو له ردولو څخه وروسته د عامو خلکو پر ضد خپل تاو تریخجن کمپاین ته دوام ورکړ.

طالبانو د جام څلي ساتونکي وژلي او کارکوونکي هڅه کوي چې څلی خوندي کړي

که دغه تاریخي خزانه له یوه بل سېلاو سره مخامخ شي هغه به یې د زغملو وس ونه لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له وخت څخه په استفادې سره برید کړی او د هغې ساتونکي یې وژلي دي.‌

تېره پاڼه | 1 | 2 | 3 | 4 | 5 | 6 | 7 | 8 | 9 | 10 | 11 | 12 | 13 | 14 | 15 | 16 | 17 | 18 | 19 | 20 | 21 | 22 | 23 | 24 | 25 | 26 | 27 | 28 | 29 | 30 | 31 | 32 | 33 | 34 | 35 | 36 | 37 | 38 | 39 | 40 | 41 | 42 | راتلونکي پاڼه