د ولسي پاڅون په سلګونو غړي د داعش پر ضد له ګډو ځواکونو سره یوځای شوي دي. دغې ډلې د ننګرهار ولایت خلک له ډېر وخت راهیسې له وېرې او ترهې سره مخامخ کړي ول.
د افغان ملي اردو تورن عبدالرحمان رحماني وویل، د متحده ایالاتو د اردو تورن برېنټ ټایلر 'زمونږ دواړو په هېوادونو کې د ازادۍ او ولسواکۍ د بریا په لار کې مړ شو'
ایران په نشه ییزو توکو معتاد کسان افغانستان ته را اړوي، او دغه حالت داسې اندېښنې راپورته کړي چې کېدای شي په هغوی کې یو شمېر جاسوسان د ایران د سیاسي، اقتصادي یا استخباراتي اجنداو لپاره کار کوي.
دغه بندیزونه د طالبانو د ډلې اوه غړي او د هغوی دوه ایراني دولتي ملاتړ کوونکي، چې غواړي د افغانستان نازکه امنیتي وضعه لا نوره خرابه کړي، په نښه کوي.
جنرال عبدالرازق، چې د تلې په ۲۶ مه ووژل شو، له طالبانو سره په بې وقفې جګړه او له کندهار ولایت څخه د هغوی په اېستلو مشهور وو.
د جوزجان ښځې د لړم په ۷ مه د ولایت په مرکز شبرغان کې راټولې شوې او په طالبانو یې تاکید وکړ چې سوله وکړي او په هېواد کې وینه تویول پای ته ورسوي.
د هغو خارجي جنګیالیو شمېر، چې عراق او سوریې ته داخلېږي، د درې کالو پخوا په نسبت چې د میاشتې نژدې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېده، اوس د میاشتې نژدې ۱۰۰ کسانو ته راکم شوی دی.
طالب اورپکو له څو کالو راهیسې په بټي کوټ ولسوالۍ کې په یوه سیمه باندې کنټرول درلود، او د هغې حاصلات یې ټولول چې ځایي اوسېدونکي یې د معیشت د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کړي ول.
په دغه ګروپ کې د یوې ډلې په وینا، د طالبانو مشران «د ګاونډیو هېوادونو او په سیمه کې د دښمني کوونکیو دولتونو د هیلو او هدفونو په اساس» عمل کوي.
په هرات کې د طالبانو د جګړه مارو ډلو تر منځ د اختلاف په نتیجه کې په سلګونو جنګیالي وژل شوي، او همدارنګه یې ډېر نور دې ته مجبور کړي چې یاغیتوب بېخي پرېږدي.
د افغانستان - پاکستان تر منځ د پولې په دواړو خواوو کې پوځي هڅو، او تر څنګ یې د دوه ترهګرو ډلو تر منځ روانو نښتو، په سیمه کې د داعش له خوا د هدفونو ترلاسه کولو هیلې سختې کمزورې کړي دي.
چارواکي وایي، ځایي حکومتي اداره، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د طالبانو تعقیب او نیولو ته دوام ورکوي، هوډ لري چې دغه لویه لاره بیا جوړه کړي.