2021-02-22
د ټپي شوې مور سر ته د ولاړو ماشومانو د ژړا ویډیو له خپرېدلو څخه وروسته په پراخه کچه د غوسې څرګندونه
یوه ویډیو، چې دوه کوچني ماشومان په داسې حال کې ښیي چې د یوې بې هوښه مور سر ته ولاړ دي او ژاړي، په چټکۍ سره خپره شوه، او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي د روان ډېرښت په ترڅ کې د طالبانو پر ضد تازه قهر راوپاراوه.