2018-07-16
د داعش بمي بریدګر په داسې حال کې په کابل کې برید وکړ چې د ملګرو ملتونو راپورونه د ملکي خلکو په مړینه کې د ډېرښت ادعا کوي
له هغه وخت راهیسې چې ملګرو ملتونو د ریکارډونو ساتل پیل کړي، د ۲۰۱۸ عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بل هر کال د عین دورې په نسبت ډېر افغانان مړه شوي دي. په ځانمرګو او 'پېچلیو' بریدونو کې د ۵۲٪ بریدونو مسؤل داعش بلل شوی، په داسې حال کې چې ۴۰٪ نور بریدونه بیا طالبانو ته راجع شوي دي.