تروريزم

د ایران انقلابي ګارډ د دولت په مرسته د لسیزو اوږدې وینه تویونې څخه وروسته ترهګر ونومول شو

چارواکي وایي، اسلامي انقلابي ګارډ (آی آر جي سي) د دغه هېواد د نړۍ وال ترهګریز کمپاین د لارښوونې او تطبیق اساسي وسیله ده.

د سوریې په الحول کمپ کې، د ترهګرۍ پر ضد جګړه پای ته نه ده رسېدلې

د کډوالو په کمپ کې د داعش د ساتل کېدونکیو ښځو او ماشومانو تر منځ ترینګلتیاوې په پراخېدلو دي.‌

'مونږ نشوای کولی چې نه ووایو': د داعش په واکمنۍ کې سخت اصول او له تاوتریخوالي څخه ډکې سزاګانې

د داعش د وروستي قلمرو سقوط په میلیونونو خلکو د تحمیل شوي ژوندي دوزخ پای ته رسېدل څرګندوي.‌

په سوریه کې د داعش نیول شوي جنګیالي خپل برخلیک ته انتظار کوي

متحده ایالات غواړي چې هېوادونه خپل جنګیالي بېرته ور واخلي، په داسې حال کې چې کوردان غواړي چې د هغوی لپاره یوه نړۍ واله محکمه دایره کړای شي. ټول متحدین غواړي چې افراطیان د زندان د تمبو شاته ولوېږي.

داعش په سوریه کې وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه او تش په نامه 'خلافت' یې دړې وړې شو

د داعش له لاسه د وروستي پاتې مرکز وتل، د تش په نامه 'خلافت' پای ته رسېدل ښیي، خو لا هم د دغې ترهګرې ډلې ګواښ پرځای پاتې دی.‌

د داعش ختميدونکي جنګيالي په سوریه کې وروستۍ جګړه کوي

په دې وروستيو کې د لاسته راوړنو له کبله د مياشتو اوږد عملياتو کې داعش وروستې او پراخه مرکز، چې يو ځل د دې تر واکمنۍ لاندې وو، له منځه ویوړل شو او خپل حتمي انجام ته نږدې شو.

متحده ایالات د حمزه بن لادن په هکله د معلوماتو ورکوونکي ته ۱میلیون ډالر ورکوي

د هغه ځای معلوم نه دی، خو ډېر فکر کوي چې هغه د افغانستان - پاکستان تر منځ پولې سره نژدې دی.

طالبان او داعش ملکي خلک 'په قصدي توګه' په نښه کوي چې ورسره د مړینو شمېر زیات شوی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د موسسې رییس تدامیچي یاماموټو وویل، 'د دې وخت را رسېدلی چې دې انساني فاجعې او تراژیدۍ ته د پای ټکی کېښودل شي،'

طالبانو په کابل کې د لارۍ بمي چاودنې مسؤلیت واخیست او د نورو خبرداری یې ورکړ

افغان چارواکو وویل چې وروستی بمي برید د سولې د غوړېدونکې پروسې د خرابولو په هڅه شوی او ژمنه یې وکړه چې بې ځوابه به یې پرې نه ږدي.

حکومت په خوست کې د اردو په جومات د شوي برید د څېړنو امر وکړ

که څه هم چې د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست، ولسمشر اشرف غني د ملامتیا یوه برخه په طالبانو او په ګاونډیو هېوادونو کې د ځانمرګو بمي بریدګرو په پټنځایونو باندې ور واچوله.