تروريزم

افغان چارواکي وایي چې د مخدره موادو پیسې ترهګري پراخوي

نجیب الله

د افغان مدني ټولنې فعالان د جولای په ۹مه په کابل کې د مخدره موادو ضد یو بېنر لګوي. حکومت د ترهګرۍ په تمویل کې د مخدره موادو د قاچاق د رول په هکله خبرتیا پراخوي. [نجیب الله]

د افغان مدني ټولنې فعالان د جولای په ۹مه په کابل کې د مخدره موادو ضد یو بېنر لګوي. حکومت د ترهګرۍ په تمویل کې د مخدره موادو د قاچاق د رول په هکله خبرتیا پراخوي. [نجیب الله]

کابل -- افغان چارواکي د نشه ییزو توکو د ناقانونه قاچاق پر ضد کلک ګامونه اخلي چې د اورپکو او ترهګرو له پاره یوه لویه عایداتي سرچینه له منځه یوسي.

دویچه ویلی د جرمني د ترهګرۍ ضد چارو د تحلیلګر توماس اولیوایر له قوله راپور ورکړ چې افغان طالبان هر کال د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه په اټکلي توګه له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو (له ۶.۹ بیلیونه څخه تر ۲۰.۵ بیلیونه افغانیو) پورې ترلاسه کوي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د جون په ۲۶مه - د مخدره موادو د غلط استعمال او ناقانونه قاچاق په نړیواله ورځ - د جولای ۱۸ - ۲۲ د مخدره موادو پر ضد د ملي حرکت د اونۍ په توګه وټاکله.

حکومتي چارواکو مجلسونه ترسره کړل او یو د خبرتیا کمپاین یې پیل کړ. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخدره موادو د خطرونو په هکله د خبرتیا د ډېرولو د یوې برخې په توګه یو شمېر سپورټي سیالۍ ترسره شوې.

مخدره مواد او ترهګري

چارواکو د جولای په ۱۷مه په کابل کې په یوه مجلس کې وویل چې مخدره مواد او ترهګري یو له بل سره نژدې روابط لري.

د جمهور رییس مرستیال محمد سرور دانش په مجلس کې وویل چې «ناقانونه مخدره مواد په افغانستان کې ترهګري تمویلوي، چې دا په حکومتي موسساتو باندې د خلکو د بې اعتمادۍ سبب ګرځي، په داسې حال کې چې د هېواد قانوني اقتصاد او واکمني کمزورې کوي.»

هغه وویل، «د وسله والو مخالفینو ګروپونه په افغانستان کې تر ټولو لوی قاچاقچیان او د کوکنارو د کرنې او د ناقانونه مخدره موادو د تولید ملاتړي دي.»

د هلمند ولایت یوه ۲۱ کلن اوسېدونکي صفت الله وویل چې اورپکي بزګران مجبوروي چې کوکنار وکري او په دې توګه هغوی ډېرې ګټې ترلاسه کوي.

هغه وویل چې، «نژدې ۸۰٪ ګټه طالبانو ته ورځي.»

د مخدره موادو د استعمال، قاچاق پر ضد مبارزه

حکومتي چارواکي وایي چې د زور کارول یوازنی فکټور نه دی چې طالبان ترې د مخدرو موادو په تجارت کې کار اخلي، بلکه د مخدرو موادو د تاواني تاثیراتو په هکله ناخبري او د قانون د حاکمیت په هکله معلومات نه لرل هم له طالبانو سره مرسته کوي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي په کابل کې د جولای د ۱۷مې په مجلس کې وویل چې «د ناقانونه مخدره موادو په هکله پالیسۍ او قوانین بیاکتنو ته ضرورت لري.» هغې وویل چې دغه وزارت به ژر په هغو قوانینو کې تعدیلات راولي.

چارواکو مخدرو موادو ته د ماتې ورکولو په برخه کې د خپلې ژمنتیا ذکر وکړ.

د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال بازمحمد احمدي د جولای د ۱۷مې په غونډه کې وویل چې «په تېرو ۱۶ میاشتو کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې ځانګړي ځواک د مخدرو موادو د قاچاقیانو پر ضد ۳۵۲۲ عملیات ترسره کړي دي.»

هغه وویل چې «د دغو عملیاتو په نتیجه کې ۳۶۷۲ قاچاقچیان نیول شوي دي. سربېره پر دې، ۴۳۵ ټنه بېلابېل ډول مخدره توکي، الکولي څښاکونه او کیمیاوي مواد چې په هیرویینو باندې د اپینو د بدلولو له پاره کارول کېدل نیول شوي او له منځه وړل شوي دي. سربېره پر دې، ۲۰ د هیرویینو د تولید فابریکې ویجاړې کړای شوي دي.»

کتونکي تاییدوي چې په مخدرو موادو اعتیاد په ټول هېواد کې په یوه لویه ستونزه اوښتی دی.

د رسمي احصایو له مخې، د ۳۱ میلیونه افغانانو له جملې څخه نژدې ۳.۵ میلیونه افغانان په مخدرو موادو باندې معتاد دي.

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال عبیدالله یوسفزي سلام ټایمز ته وویل چې ځوانان سپورټي تمریناتو ته تشویقول د مخدرو موادو د استعمال پر ضد د مبارزې یوه لاره ده.

یوسفزي سلام ټایمز ته وویل چې «مونږ د خپلې موسسې د غړو تر منځ د منډو او بایسکل ځغلولو سیالۍ ترسره کوو او په دې توګه ځوانان، په ځانګړې توګه ښځې، دې ته تشویقوو چې په سپورټونو کې برخه واخلي.»

هغه زیاته کړه چې «مونږ همدارنګه غواړو چې هغوی د غیرقانوني نشه ییزو موادو د تاواني تاثیراتو په هکله خبر کړو چې نور ځوانې ښځې او سړي له سپورټونو سره علاقه مندي پیدا کړي او له نشه ییزو توکو څخه ځانونه وساتي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500