امنیت

افغان هوایي ځواک د اورپکو پر ضد جګړه کې خپل رسوخ ثابت کړ

د نجیب الله راپور

د افغان هوایي ځواک یوه A-29 سوپر ټوکانو د تېر اکتوبر په ۱۸مه په لوګر ولایت کې د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې الوت کوي. افغان پوځ په هوایي ځواک باندې په مخ پر ودې توګه اتکا کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان هوایي ځواک یوه A-29 سوپر ټوکانو د تېر اکتوبر په ۱۸مه په لوګر ولایت کې د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې الوت کوي. افغان پوځ په هوایي ځواک باندې په مخ پر ودې توګه اتکا کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

جلال اباد -- د افغانستان هوایي ځواک د هغه اورپکو او ترهګرو پر ضد، چې د هېواد په غرنیو سیمو کې پټېږي، جګړه کې یو اساسي رول لوبوي.

د دفاع وزارت چارواکي په وروستیو میاشتو کې هغو هوایي بریدونو ته په اشارې سره، چې د قوماندانانو په شمول یې سلګونه کسان ووژل، وایي، چې د هوایي ځواک په پیاوړتیا سره طالبانو او داعش دواړو ته سختې ضربې ور رسېدلې دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «افغان هوایي ځواک هره ورځ د ۹۰ او ۱۰۰ تر منځ الوتنې کوي او ښې پایلې یې ترلاسه کړي دي،»

هغه وویل، «دغه مهارت دې ته چمتو دی چې پیاوړی کړای شي،» او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو اردو ژمنه کړې چې د را روانو درې - پنځو کالو په ترڅ کې د اضافي بم غورځوونکو جنګي جیټانو په ورکولو سره به افغان هوایي ځواک «په بشپړ ډول مجهز» کړي.

د دفاع وزارت په وینا، افغان هوایي ځواک هره ورځ د طالبانو او داعش پر ضد تر ۱۰۰ پورې عملیات ترسره کوي. د تېر اکتوبر په ۱۸ مه په لوګر ولایت کې د هوایي ځواک د یوه روزنیز ماموریت پر وخت دود او ګرد پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د دفاع وزارت په وینا، افغان هوایي ځواک هره ورځ د طالبانو او داعش پر ضد تر ۱۰۰ پورې عملیات ترسره کوي. د تېر اکتوبر په ۱۸ مه په لوګر ولایت کې د هوایي ځواک د یوه روزنیز ماموریت پر وخت دود او ګرد پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان هوایي ځواک له ۱۵۰ څخه ډېرې الوتکې لري، او په عمومي توګه د اورپکو د شبکو پر ضد عملیاتو کې له A-29 سوپر ټوکانو، C-130 هرکلز او C-208 کاروان الوتکو څخه کار اخلي.‌

په کابل کې د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل چې په افغان ملي اردو کې یې کار کړی دی تاکید کوي چې عصري الوتکې او تجهیزات مهم دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په پام سره، چې وچ او غرنی دی، هوایي ځواک کولی شي چې یو قاطع رول ترسره کړي، خو په دې شرط چې مونږ یو قوي او عصري هوایي ځواک ولرو،»‌

د بریالیو کیسو سلسله

رادمنش وویل، هوایي ځواک په خپلو واحدونو سره د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

هغه وویل، «د مثال په توګه، د جون په ۲۲ مه هغوی په ۱۳ ولایتونو کې ۲۲ عملیات ترسره کړل او د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې یې د داعش یوه لویه ډیپو ویجاړه کړه،»

د دفاع وزارت په وینا،‌ د جون په ۱۱ مه،‌ د افغان هوایي ځواک په یوه برید کې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د بم جوړونې یوه فابریکه ویجاړه کړای شوه‌.‌

په عین ورځ، افغان امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په یوه جلا عملیات کې د طالبانو لږ تر لږه ۴ جیګپوړي قوماندانان ووژل او ۷ تنه نور اورپکي یې ټپيان کړل.‌

د جون په ۱۲ مه، افغان ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو ځایي پوځي قوماندان وواژه، او د جون په ۱۵ مه، د افغان هوایي ځواک یوه برید په مارجه ولسوالۍ کې ۴۳ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

همدارنګه، د دفاع وزارت د جون د ۱۹مې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په هلمند ولایت کې، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د ۴ قوماندانانو په شمول ۱۵۷ تنه ترهګر ووژل، او ۳۶ تنه نور یې ټپیان کړل.

خبرپاڼه وایي، چې افغان توپچي او هوایي بریدونو د طالبانو د مهماتو یوه ډيپو، لس جنګي او ټرانسپورټي عرادې، او جنګي تجهیزات ویجاړ کړل.‌

رادمنش وویل، «۱۷ افغان امنیتي عملیات روان دي، او که وغوښتل شي، هوایي ځواک دې ته چمتو دی چې برخه په کې واخلي،»

د هلمند ولایت یوه ۴۰ کلن اوسېدونکي ثناءالله د افغان پوځي عملیاتو او په ځانګړې توګه د هغو چې د هوایي ځواک له خوا ترسره کیږي، په هکله د قناعت څرګندونه وکړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ ځواکونه د چمتووالي او وړتیا یوې لوړې کچې ته رسېدلي دي. د تېرو څو ورځو په ترڅ کې، طالبانو ته په هلمند کې ډېر تلفات ور اوښتي دي. نو، د جون په ۲۲ مه هغوی په لښکرګاه کې یو ځانمرګی برید ترسره کړ چې د خپلې ناکامۍ له امله له ملکي خلکو نه انتقام واخلي.»‌

توره بوړه له داعش څخه ازادول

اورپکو ته په یوه بل لوی ګوزار کې، افغان امنیتي ځواکونو د جون په ۱۷ - ۱۸ مه یو چټک او قاطع عملیات ترسره کړ چې توره بوړه له داعش څخه بېرته ونیسي، او په دې توګه یې د یادې ډلې دا پلانونه شنډ کړل چې په ننګرهار ولایت کې د خپلې خراسان څانګې لپاره مرکز جوړ کړي.‌

رادمنش وویل، د جون په ۲۲ مه په توره بوړه کې د یوه اکتشافي عملیات په ترڅ کې،‌ افغان هوایي ځواک د داعش د مهماتو یوه ډیپو کشف کړه، او زیاته یې کړه چې د ماین پاکۍ عملیات په کې روان دي.‌

هغه وویل، «افغان ځواکونه به داعش ته اجازه ورنه کړي چې افغان قلمرو ته داخل شي او هرکله چې سر راپورته کوي ګوزار به ورکوي،»‌

د تورې بوړې د بېرته نیولو د عملیاتو په ترڅ کې، افغان سرتېرو له پچیر اګام او چپرهار ولسوالیو څخه داعش ختم کړ او تر هغه مخکې یې د کوټ او اچین ولسوالۍ تصفیه کړې وې.‌

اورپکي نشي کولی چې د افغان ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړي

افغانان دا ضروري ګڼي چې هوایي ځواک د دغه ستراتیژیک موقعیت چې سخت اقلیم او غرنۍ څوکې لري کنټرول بېرته ترلاسه کړي.‌

د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ثناءالله چې د هغه په ولسوالۍ د داعش له کنټرول څخه وروسته جلال اباد ته تښتېدلی دی، وویل، «د داعش غړي... ډېر سخت ظالمان دي، او هر هغه څوک چې د هغوی په لاره کې درېږي هغه وژني،»

هغه چپرهار ته د بېرته ستنېدلو لپاره د تیاري پر وخت سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له ډاره راووتلو، خو د خدای فضل وو، چې زمونږ ځواکونو یوه غټه وظیفه ترسره کړه او هغې وحشي ډلې ته یې ماتې ورکړه او پسې وایې خیستل،»

هغه وویل، «افغان ځواکونو په مهارت سره په داعش باندې له هوا او ځمکې نه ګوزارونه وکړل تر هغه چې اورپکي مړه شول یا وتښتېدل،» او زیاته یې کړه چې د هغو چې تښتېدلی دی هم عمر لنډ دی.‌

هغه وویل، «د افغان هوایي ځواکونو تجهیزاتو او هغې قوي روزنې ته په پام سره چې هغوی ترلاسه کړې ده، داعش -- چې له ظلم او وحشت څخه پرته بل څه نه لري -- نشي کولی چې د افغان ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړي،»‌

خال محمد، چې د جوزجان ولایت اوسېدونکی دی، او د هغوی په ځای کې د طالبانو او داعش تر منځ د جون په ۲۲مه یوه بله جګړه پیل شوه، په افغان امنیتي ځواکونو باندې عین ډول اعتماد څرګند کړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش اکثر وختونه خپلې لیکې په دوپه شویو او جنایتکارو کسانو باندې ډکوي. هغوی نشي کولی چې د افغان وسله والو ځواکونو په وړاندې، چې جنګي روزنه یې ترلاسه کړې او د هېواد په وړاندې ژمن دي، مقاومت وکړي.‌»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو، زه له دې نظر سره موافق یم چې عصري جنګي الوتکې تجهیز او ترلاسه شي. مونږ له تېر وخت څخه زده کړه کړې، هغه وخت چې د دې هېواد هوایي ځواک دا زور درلود چې حکومتونه رانسکور کړي.‌ د مثال په توګه، MIC-21 جنګي الوتکو د سردارمحمد داود خان حکومت په نښه او بمبار کړ،‌ او د افغانستان لومړنی ولسمشر یې شهید کړ. سربېره پر دې، شهید ډاکټر نجیب الله د خپلې واکمنۍ پر وخت غوښتل چې د خپل هېواد د هوایي ځواک په قوت او وړتیاو پوه شي نو افغان جنګي الوتکو ته یې حکم وکړ چې یو مشق وکړي او په ۷ دقیقو کې د پاکستان پولې ته ځانونه ورسوي. له نېکه مرغه، په ۷ دقیقو کې، هغوی وکولای شوای چې له سرحدونو څخه واوړي او بیا بېرته خپلو مرکزونه ته راستانه شي. د پاکستان حکومت عصباني شو، او داسې فکر یې وکړ چې په پاکستان باندې حمله وشوه، له دې امله هغوی اضطراري حالت اعلان کړ.‌ هغه داسې یو حالت وو لکه یو ډاکتر چې یو ماشوم ووېروي! هو! مونږ یو متل لرو چې وایي، «کار د کار اهل ته وسپارئ!» که زمونږ هوایي ځواک ته ځانګړې پاملرنه وشي مونږ به د هېڅ بل هېواد همکارۍ ته ضرورت ونه لرو. اصلاً، که زمونږ هوایي ځواک پیاوړی شي، بیا به دښمنان ونشي کولی چې په زړورتیا سره په هرځای کې ځانونو ته سنګرونه جوړ کړي، ځکه چې هغوی به په نښه کیږي او بریدونه به پرې کېږي. بالاخره،‌ دا باید یاده شي چې «یو پیلوټ په مؤثریت کې له زرو پلیو عسکرو سره برابر دی،» ځکه چې په یوه موقعیت کې چې هلته زرګونه خلک نشي کولی چې د وسلو، مهماتو او بشري او مالي منابعو، موټرو او داسې نورو په کارولو سره فتحه ترلاسه کړي، یو پیلوټ کولی شي چې دا کار په یوازې ځان وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ډیرشه زه په خاصه توګه مننه کوم له ملی اوردو نه چی موږ پرهیواد ځانونه قربانه وی اولدی نه ورته زیاته هیله منتیالیدلکږی

ځواب ورکړئ

رادمنیش هسې چټي خبرې کوي.‌

ځواب ورکړئ

ډېر عالي.‌ ډېر ښه. افغان ملي اردو او په ځانګړې توګه ځانګړیو ځواکونو ته لا نور بریالیتوب غواړو.‌ مننه مرګ د پاکستان په ترهګر پالونکي پوځ او آی ایس آی

ځواب ورکړئ