امنیت

په کونړ ولایت کې اورپکي د ونو د غیرقانوني وهلو او د کانونو د کیندنې له لارې خپل فعالیتونه تمویلوي

د خالد زېري راپور

د راپورونو له مخې،‌ د ۲۰۱۵ د جنورۍ په ۱۷مه د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د یوه روان عملیات په ترڅ کې د طالب اورپکو له خوا له سوزول شویو کورونو څخه لوګي پورته کیږي.‌ ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي،‌ چې طالبان او د داعش اورپکي په ناقانونه توګه د کونړ ولایت پراخ ځنګلونه پرې کوي او کانونه راوباسي او خپل فعالیتونه پرې تمویلوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

د راپورونو له مخې،‌ د ۲۰۱۵ د جنورۍ په ۱۷مه د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د یوه روان عملیات په ترڅ کې د طالب اورپکو له خوا له سوزول شویو کورونو څخه لوګي پورته کیږي.‌ ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي،‌ چې طالبان او د داعش اورپکي په ناقانونه توګه د کونړ ولایت پراخ ځنګلونه پرې کوي او کانونه راوباسي او خپل فعالیتونه پرې تمویلوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

کونړ-- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي،‌ چې طالبان او داعش اورپکي، چې د کونړ ولایت په غریزو او ځنګل لرونکیو ولسوالیو کې یې مرکزونه جوړ کړي دي، په ناقانونه ډول ونې پرې کوي او معدنونه راوباسي او په دې توګه خپل فعالیتونه تمویلوي.‌

د کونړ ولایت د زراعت او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي وویل، د لرګیو ناقانونه سوداګري د چپې درې، مانوګي او څوکۍ ولسوالۍ او په بر کونړ ولسوالۍ کې د اسمار په شمول په څلورو سیمو کې ترسره کیږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، دا چې دغه سیمې د اورپکو په لاس کې دي، په دې کې «شک نشته» چې په ناقانونه توګه د ونو وهل او د کانونو را اېستل د هغوی جګړه تمویلوي.‌

د کونړ د ولایتي شورا رییس محمد ساپي تایید کړه، چې داعش او طالب جنګیالیو په چپه دره او ماڼوګي ولسوالیو کې د ځنګلونو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

تیار شوي لرګي د اکتوبر په ۱۴مه د کونړ ولایت په اسداباد کې له یوې ودانۍ څخه بهر ذخیره شوي دي. طالبان او د داعش غړي په دغه ولایت کې په ناقانونه ډول ونې پرې کوي چې د خپلو فعالیتونو لپاره ترې پیسې ترلاسه کړي. [خالد زېری]

تیار شوي لرګي د اکتوبر په ۱۴مه د کونړ ولایت په اسداباد کې له یوې ودانۍ څخه بهر ذخیره شوي دي. طالبان او د داعش غړي په دغه ولایت کې په ناقانونه ډول ونې پرې کوي چې د خپلو فعالیتونو لپاره ترې پیسې ترلاسه کړي. [خالد زېری]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هلته د نورا په نامه د داعش یو قوماندان دی چې د خپلو جنګیالیو د تمویل لپاره یې د ماڼوګي ولسوالۍ په ننګلام دره کې د ځنګلونو وهل پیل کړي دي. هغوی که طالبان وي او که داعش، ټول د خپلو عملیاتو د یوې برخې د تمویلولو لپاره د ځنګلونو له وهلو او د کانونو له کیندلو څخه پیسې ترلاسه کوي.»

ساپي د دغو شتمنیو لوټ «لوی ظلم» وګاڼه، او ویې ویل چې دا له افغانانو او د هغوی له ملي شتمنیو سره خیانت دی.

ځنګلونه او نورې طبیعي منابع ویجاړې شوې

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس، دېرش کاله پخوا، د کونړ ولایت په ځنګلونو پټه سیمه خواوشا ۳۲۴۰۰۰ هکتاره وه، چې د افغانستان د ټولو ځنګلونو ۲۵٪ یې جوړوله، خو چارواکي وایي، چې اوس د کونړ د ځنګلونو لږ تر لږه ۵۰٪ برخه ویجاړه شوې ده.

په کونړ کې په ناقانونه توګه د اېستل کېدونکو کانونو شمېر معلوم نه دی، خو په هغو ولسوالیو کې، چې فېروزه،‌ کرومایټ او نور قېمتي معدني مواد په کې موندل کېږي، له کلونو راهیسې قاچاق روان دی.‌

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وویل، «په ډېرو ولسوالیو کې قومي شوراګانو داسې هوکړې کړي چې عام خلک د ځنګلونو له وهلو او د کانونو له استخراج څخه منع کوي، خو په ځینې سیمو کې بیا هم ناقانونه فعالیتونه روان دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا یو حقیقت دی چې داعش او طالبان دواړه له دې لارې پیسې ترلاسه کوي،»

د چپې درې ولسوالۍ یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي صابر وویل، چې قومي تړونونو تر څو کاله مخکې وخت پورې د ځنګلونو د وهلو مخه نیولې وه.

هغه په یوه ټیلیفوني مرکه کې سلام ټایمز ته وویل، «اوس ځنګلونه وهل کیږي، او داعش او طالبان په کې خپله برخه اخلي. ډېره ګټه طالبانو او داعش ته په لاس ورځي. ولس د دغې لوټنې پر ضد دی، خو هېڅ نشي کولی.»

صابر وویل، «کانونه هم دې ته ورته برخلیک لري، او په چپه دره ولسوالۍ کې لسګونه کانونه دي چې داعش او طالبان په کې کار کوي،» هغه زیاته کړه چې هغه کانونه چې هغوی یې راوباسي، د هغوی فعالیتونه تمویلوي.‌

اورپکي له اوسېدونکیو څخه په زور پیسې اخلي

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د ماڼوګي ولسوالۍ ځنګلونه د حکومت له کنټرول څخه بهر دي،‌ او داعش او طالبان له دغه حالت څخه ګټه پورته کوي.‌

دا روښانه نه ده چې آیا دغه اورپکي په چپه دره کې په ګډه سره کار کوي که نه، خو داعش او طالبان په دې ولسوالۍ کې د افغانستان د نورو برخو په څېر یو له بل سره جګړې نه کوي.‌

د چپې درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې د ځان د خوندي ساتلو لپاره د فقیرالله په مستعار نامه یاد کړ، وویل، «دلته، په غرونو کې، د داعش او طالبانو ډېر کسان د ونو په وهلو او له کانونو څخه د قېمتي کاڼو په را اېستلو او قاچاق کې برخه لري،»

د ماڼوګي ولسوالۍ یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي خالد وویل، طالبان په دې سیمه کې د داعش په نسبت د ډېرو ناقانونه فعالیتونو کنټرول په لاس کې لري.

خالد سلام ټایمز ته وویل، ځایي کان کیندونکي مجبور دي چې د خپلو عوایدو یوه برخه طالبانو او د داعش غړو ته ورکړي، «که نه،‌ هغوی به ووهل او ووژل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500