تروريزم

د پاکستان - افغانستان د پولې په اوږدو کې د اورپکو انګېزه اسلام نه، حرص دی

د جاوېد محمود راپور

د پاکستان د نشه ییزو توکو ضد ځواک یو غړی د ډسمبر په ۱۲مه په کوېټه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سوزېدونکیو ناقانونه نشه ییزو توکو د یوې ډېرۍ مخې ته ولاړ دی. د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو د ادارې په وینا، د افغانستان د ناقانونه اپینو له ۴۵٪ نه ډېر د پاکستان له لارې د اروپا او اسیا بازارونو ته تېرېږي. که څه هم چې اورپکي ادعا کوي، چې هغوی د اسلام په خاطر مبارزه کوي، خو هغوی په لویه کچه د نشه ییزو توکو د تولید مسؤل دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

د پاکستان د نشه ییزو توکو ضد ځواک یو غړی د ډسمبر په ۱۲مه په کوېټه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سوزېدونکیو ناقانونه نشه ییزو توکو د یوې ډېرۍ مخې ته ولاړ دی. د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو د ادارې په وینا، د افغانستان د ناقانونه اپینو له ۴۵٪ نه ډېر د پاکستان له لارې د اروپا او اسیا بازارونو ته تېرېږي. که څه هم چې اورپکي ادعا کوي، چې هغوی د اسلام په خاطر مبارزه کوي، خو هغوی په لویه کچه د نشه ییزو توکو د تولید مسؤل دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

اسلام اباد -- تحلیلګران وایي، چې د پاکستان - افغانستان د پولې په اوږدو کې فعالیت کوونکي اورپکي ګروپونه هغسې چې ادعا کوي، چې د اسلام لپاره جنګیږي نه دي، بلکې د پیسو او قدرت ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ (آی اېس اېس آی) له خوا د یوه خپاره شوي راپور په اساس، د اورپکو لږ تر لږه ۲۱ بېلابېل ګروپونه، د یو شمېرهغو په شمول چې په پاکستان کې مېشت دي، په افغانستان کې حضور لري.

دغه راپور د افغانستان په پلازمېنه کې د طالبانو او د داعش د اورپکو له خوا د حملو یوه وروستۍ څپه، چې په سلګونو خلک یې ووژل او ډېر نور یې ټپیان کړل، ارزولې ده.

د راپور په پای کې راځي، چې په افغانستان کې د وینو تویېدا د پای ته رسولو او د سولې د تأمین لپاره په کار دی چې روان یاغیتوب مهار کړای شي.

نشه ییز توکي او تاوتریخوالی له اسلام سره هېڅ ارتباط نه لري

په پېښور کې مېشت د قبایلي سیمو (فاټا) د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد جګړن محمودشاه وویل، «د دغو ۲۱ ګروپونو له ډلې څخه، یو شمېر یې په دواړو هېوادونو کې د پیسو په خاطر ترهګریز بریدونه ترسره کوي او د اسلام له ایډیالوژۍ سره هېڅ ارتباط نه لري،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «داعش، افغان طالبان، تحریک طالبان پاکستان -- د فضل الله او محسود دواړو ډلو په شمول -- القاعده، حقاني ګروپ، لشکراسلام، لشکرطیبه، لشکر جنګوي، سپاه محمد، د ازبکستان اسلامي حرکت، انصارالاسلام، اسلامي جهادي حرکت او نور ترهګر ګروپونه له څو کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي،»

هغه وویل، د ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب عملیاتو په شمول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیاتو د ډېرو پاکستان مېشتو اورپکو ډلو مشران دې ته اړ کړل چې افغانستان ته وتښتي.

د هغو ګروپونو له ډلې څخه ځینې یوازې په افغانستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي خلکي په نښه کوي، په داسې حال کې چې نور یې بیا خپل د تاوتریخوالي فعالیتونه پاکستان ته راغزوي.

محمودشاه وویل، د دې له پام کې نیولو څخه پرته، د هغوی فعالیتونه «یوازې د پیسو لپاره دي».

هغه وویل، «په افغانستان کې اورپکي ګروپونه تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په کال کې له ۶۸۰ میلیارد افغانیو (۱۰ میلیارد ډالرو) ډېر د کوکنارو له کرنې، نشه ییزو توکو او وسلو له قاچاق، په زور د پيسو اخیستنې او په زور د مالیاتو د ټولونې له لارې ترلاسه کوي،»

اورپکي د 'ناپاکو پیسو' د ترلاسه کولو جنګ کوي

محمودشاه وویل، افغان طالبان د غیرقانوني پیسو د ګټلو په برخه کې مخکې دي ځکه چې هغوی د هغه قلمرو ډېره برخه کنټرولوي چې افغان ځواکونه په کې لږ حضور لري.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو په کرنه کې زیاتوالید افغان طالبانو او نورو اورپکو ډلو لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه وه. کوکنار د دې لپاره کارول کیږي چې د اپین او هیرویین په څېر ناقانونه نشه ییز توکي ترې جوړ کړي، او دا په اسلام کې حرام بلل کیږي.

د شاه په وینا، ترهګر ګروپونه ناقانونه پیسې د اورپکۍ د ترسره کولو، وسلو پېرودلو، د جنګیالیو د استخدام او په مجموعي توګه د عملیاتي لګښتونو د حمایه کولو لپاره استعمالوي.

هغه وویل، په افغانستان کې، طالبان په کندهار او هلمند ولایتونو کې فعال دي، په داسې حال کې چې داعش په ننګرهاراو کندوز ولایتونو کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دی، او زیاته یې کړه چې دغه دواړه ډلې په خپلو کې د قدرت په سر جګړې کوي.

دواړه ګروپونه په کابل کې په ملکي او حکومتي تاسیساتو باندې حملې کوي.

افغانستان او پاکستان باید په ګډه د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي

امنیتي تحلیلګران وایي، چې اورپکي ګروپونه د افغانستان او پاکستان له بې ثباته کولو سره مطلقه علاقه مندي لري.

متقاعد ډګروال علي رضا میر، چې پخوا یې د آی اېس آی د ترهګرۍ ضد څانګه کې کار کاوه وویل، «په افغانستان کې د تقریبا ټولو ترهګرو ګروپونو د فعالیتونو اصلي هدف دا دی چې د حملو او بمي بریدونو د ترسره کولو له لارې افغانستان او پاکستان بې ثباته کړي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په افغانستان کې اورپکي کولی شي چې په اسانۍ سره وسلې ترلاسه کړي، ځکه چې د نړیوالو قاچاقچیانو ډلې کولی شي چې په هغه وچه کې ایسار هېواد کې هرچېرته وسلې ورسوي،»

د پاکستان خواته، مقاماتو د پولې مدیریت پیاوړی کړی او د پاکستان - افغانستان د سرحد په ځینو برخو کټاره لګول شوې ده. هغه وویل، دې ستراتیژۍ په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زور ډېر راکم کړ.

میر وویل، «پاکستاني امنیتي ځواکونو هم د اورپکو پر ضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات ترسره کړي، چې د ترهګرو شبکې یې ویجاړې کړي او په امنیتي وضعه کې یې ښه والی راوستی دی،»

د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمرجاوېد باجوه د فبرورۍ په ۱۳مه په افغانستان کې د سیمه ییز امنیت د یوه ترسره شوي کانفرانس په ترڅ کې په خپل هېواد کې د پوځي عملیاتو د بریالیتوب په هکله خبرې اترې وکړې.

باجوه د کانفرانس برخه والو ته وویل، چې په افغانستان کې د اورپکۍ د له منځه وړلو لپاره دې د صفر حد زغم تګلاره پلې کړي.

میر وویل، افغانستان او پاکستان باید په دواړو هېوادونو کې د اوږدمهالې سولې د رامنځته کولو لپاره د یوه حل د موندنې په نیت سره خبرې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500