تروريزم

د رایه ورکوونکیو نوم لیکنه به په کابل کې د داعش له خوا له 'ناوړه' ټولوژنې سره سره روانه وي

سلام ټایمز

په سلګونو غم ځپليو افغانانو خپل عزیزان د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳ مه/، وروسته له هغه، چې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز یوه ځانمرګي برید له ۶۰ څخه ډېر کسان ووژل او له ۱۲۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل، په کابل کې خاورو ته وسپارل. [شاه مراعي، راتب نوري، وکیل کوهسار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په سلګونو غم ځپليو افغانانو خپل عزیزان د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳ مه/، وروسته له هغه، چې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز یوه ځانمرګي برید له ۶۰ څخه ډېر کسان ووژل او له ۱۲۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل، په کابل کې خاورو ته وسپارل.

بمي بریدګر د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲ مه/ د ګڼو خلکو په منځ کې، چې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د پروسې د برخې په توګه د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ ول،‌ ځان وچاوه. د مقننه قوې دغه انتخابات چې له خپل وخت نه ډېر ځنډېدلي دي، د تلې د میاشتې لپاره په پام کې نیول شوي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، «په دغه ترهګریز برید کې له ۶۰ څخه ډېر کسان ووژل شول او خواوشا ۱۲۰ تنه نور ټپیان شول،»

اکثر قربانیان ملکي کسان ول چې ماشومان هم په کې ول.‌د کابل پولیسو په یوه اعلامیه کې وویل،‌ دوه تنه پولیس ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

ټپي شوې افغانه ماشومه زهره، چې ۸ کاله عمر لري، په کابل کې د غوایي په ۲مه له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته په استقلال روغتون کې معالجه کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ټپي شوې افغانه ماشومه زهره، چې ۸ کاله عمر لري، په کابل کې د غوایي په ۲مه له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته په استقلال روغتون کې معالجه کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۲ مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. [شاه مراعي/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۲ مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. [شاه مراعي/ای اېف پي]

ویر کوونکي په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه دفتر د داعش د یوه ځانمرګي بمي برید له ۶۰ څخه د ډېرو قربانیانو له ډلې څخه د یوه تابوت انتقالوي. په سلګونو غم ځپليو افغانانو، چې اکثر یې شیعه ګان دي، خپل عزیزان د غوایي په ۳ مه په کابل کې خاورو ته وسپارل. [شاه مراعي/ ای اېف پي]

ویر کوونکي په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه دفتر د داعش د یوه ځانمرګي بمي برید له ۶۰ څخه د ډېرو قربانیانو له ډلې څخه د یوه تابوت انتقالوي. په سلګونو غم ځپليو افغانانو، چې اکثر یې شیعه ګان دي، خپل عزیزان د غوایي په ۳ مه په کابل کې خاورو ته وسپارل. [شاه مراعي/ ای اېف پي]

دانش وویل، امنیتي ځواکونو بمي بریدګر وپېژاند، خو هغه خپل چاودېدونکي مواد مخکې له دې، چې هغوی یې ودروي، وچول.

هغه وویل، «ترهګر د جګړې په میدان کې مات کړای شوي دي،‌ او د هغوی پروګرامونه او ستراتیژۍ ناکامې شوي دي؛ له دې امله، د دې لپاره چې ګډوډي رامنځته کړي، هغوی ملکي خلک او عامه ځایونه په نښه کوي،»

د کورنیو چارو وزارت به خپلې ټولې هڅې وکړي چې د تذکرو د تایید او د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ډاډمن کړي او پرې به نه ږدي چې ترهګر د انتخاباتو پروسه وننګوي.‌

یو 'ناوړه' جرم

دغه چاودنه، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست په یاده سیمه کې، چې ډېر اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، په کوڅو کې عام قتل ته ورته صحنه رامنځته کړه.

ای اېف پي راپور ورکړ، چې د وینو ډنډونه او د جسدونو ټوټې له ماتو شویو شیشو، په وینو لړلو د هویت اسنادو او د پاسپورټ سایز عکسونو سره په ځمګه سره ګډوډ شوي ول.

له ۴۰ څخه ډېر ټپي کسان د ایټالوي غیرحکومتي موسسې ایمرجنسي له خوا چلېدونکي روغتون ته انتقال کړای شول، چې ویل کیږي لږ تر لږه ۲۰ کسانو په کې «غټو عملیاتو» ته ضرورت درلود.‌

علي رسولي چې له مرکز څخه بهر په یوه کتار کې ولاړ وو، وویل، «ما ولیدل چې زه په وینو ککړ یم او خواوشا ته مې مړه جسدونه -- ښځې او ماشومان -- پراته دي.» هغه د پښې او خېټې د ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوی وو.‌

ولسمشر غني دغه بمي برید د «فجیع» په نامه یاد کړ.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست جان سولیوان وویل، واشنګټن «په افغانستان کې د داعش ویجاړولو» ته ژمن دی.

هغه وویل، «دا بې مفهومه تاوتریخوالی، چې داسې بې ګناه ملکي کسان په نښه کوي چې د خپلو اساسي دیموکراتیکو حقونو د ترلاسه کولو هڅه کوي، د ترهګرو وحشي ګري او نه انسان توب ښیي،»

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان باس ټويټ کړل، «دا بې مفهومه تاوتریخوالی په افغانستان کې د ولسواکۍ او سولې د دښمنانو ډارن توب او غیرانساني چلند په ګوته کوي،»

ملګرو ملتونو او ناټو هم دغه بمي برید وغانده.‌

د ځینې قربانیانو د ښخولو مراسم د یکشنبې په ورځ له پېښې څخه څو ساعته وروسته پیل شول، او ډېر مړي د دوشنبې په ورځ ښخ کړای شول.‌

د رایه ورکوونکیو نوم لیکنه 'به روانه وي'

د وري په ۲۵مه د پروسې له پیل راهیسې، په غور او بادغیس ولایتونو کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه شوي دي.‌

مقامات هیله لري چې د راتلونکیو دوه میاشتو په بهیر کې له ۷۰۰۰ څخه ډېرو د رایه ورکوونکیو په مرکزونو کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره تر ۱۴ میلیونو پورې کسانو نومونه ولیکي.‌

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند شفیع جلالي وویل، د یکشنبې د ورځې وحشیانه عمل به روان چمتووالي مختل نه کړي.‌

جلالي ای اېف پي ته وویل، «مونږ نژدې هره ورځ له امنیتي ځواکونو سره ملاقاتونه کوو، او هغوی مونږ ته اطمینان راکړی دی چې هغوی به د رایه ورکوونکیو د ټولو مرکزونو لپاره امنیت برابر کړي،»

«پروسه نه ده مختله شوې، او هغه به روانه وي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500