تروريزم

افغان ځواکونه په کابل کې له چاودنو او وسله والو نښتو سره سره خپله اراده دوه برابره کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د غوایي په ۱۹مه په کابل کې د پولیسو په دوه ماموریتونو باندې د ځانمرګو بمي بریدګرو او وسله والو سړیو له خوا له ښکاره همغږو بریدونو څخه وروسته عسکر په پیره ولاړ دي. [طلوع نیوز/ای اېف پي]

کابل -- ځانمرګو بمي بریدګرو او وسله والو سړیو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۹ مه/ په کابل کې د پولیسو په دوه ماموریتونو باندې ښکاره همغږي بریدونه وکړل، چې امنیتي ځواکونه لا هم د ځینې بریدګرو د موندلو لپاره په ودانیو کې لټون کوي.‌

سهار ناوخته د افغانستان پلازمېنه د غټو چاودنو یوې سلسلې ولړزوله چې ورپسې سمدلاسه د پولیسو او اورپکو تر منځ سخت جنګ او د ټوپکو مسلسلې ډزې پیل شول.

طالبانو او داعش د پېښو مسؤلیت پرغاړه واخیست، خو د افغانستان د استخباراتو ادارې د دواړو پېښو پړه د طالبانو په حقاني شبکه او د پاکستاني اورپکو په لشکرطیبه ډله ور واچوله.‌

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح خبریالانو ته وویل، لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.‌

د غوایي په ۱۹مه عسکر په کابل کې د پولیسو په دوه ماموریتونو باندې له همغږو بریدونو څخه وروسته د تیارسۍ په حالت کې ولاړ دي. [طلوع نیوز/ای اېف پي]

د غوایي په ۱۹مه عسکر په کابل کې د پولیسو په دوه ماموریتونو باندې له همغږو بریدونو څخه وروسته د تیارسۍ په حالت کې ولاړ دي. [طلوع نیوز/ای اېف پي]

د غوایي په ۱۹مه په کابل کې د پولیسو په دوه ماموریتونو باندې له همغږو بریدونو څخه وروسته افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای کیږي. [طلوع نیوز/ای اېف پي]‌

د غوایي په ۱۹مه په کابل کې د پولیسو په دوه ماموریتونو باندې له همغږو بریدونو څخه وروسته افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای کیږي. [طلوع نیوز/ای اېف پي]‌

د افغان سرتېرو او ځانمرګو بمي بریدګر او وسله والو تر منځ د کابل په شهرنو سیمه کې د غوایي په ۱۹مه د جګړې په ترڅ کې له یوې ودانۍ څخه دود پورته کیږي. [احمد نجیم فرید/ای اېف پي]

د افغان سرتېرو او ځانمرګو بمي بریدګر او وسله والو تر منځ د کابل په شهرنو سیمه کې د غوایي په ۱۹مه د جګړې په ترڅ کې له یوې ودانۍ څخه دود پورته کیږي. [احمد نجیم فرید/ای اېف پي]

د کورنیو چارو وزارت وویل، چې دوه پولیس افسران هم ووژل شول، خو دا سمدلاسه روښانه نشوه چې آیا هغوی د روغتیا وزارت له خوا په وړاندې شوي شمېر کې شامل ول.‌

پرله پسې بریدونه

داعش د ښار په لوېدیځه برخه کې د شیعه ګانو په ګڼ مېشته سیمه کې د پولیسو په یوه ماموریت باندې د لومړي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي ای اېف پي ته وویل، هغه جګړه پای ته رسېدلې ده.‌

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک خبریالانو ته وویل، چې په هغې پېښه کې درې بریدګر وروسته له هغه ووژل شول، چې هغوی د پولیسو په ودانۍ کې یوې کوټې ته د لاسي بمونو په ور غورځولو سره هلته اور ولګاوه.‌

برمک وویل، دوه پولیسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې مجروح وویل چې ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.‌

د اریانا تلوېزیون یوه فلم د تور لوګي یوه لیکه ښودله چې د اسمان په لور پورته کېدله، په داسې حال کې چې په ټوېټر باندې خپاره شوي یوه عکس، چې د ادعا له مخې د کابل د لوېدیځ د پولیسو د ماموریت وو، یوه وداني ښودله چې اور یې اخیستی وو.

دویم برید چې، چې طالبانو یې مسؤلیت واخیست، د کابل ښار په مرکزي برخه کې د شهرنو په سیمه کې د پولیسو د یوه ماموریت مخې ته وشو، چې ځانګړيو ځواکونو لا هم هلته د هغوی لټون کاوه.

برمک وویل، «یوه ځانمرګي بمي بریدګر د کوڅې مخې ته خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه، او یوه موټر هلته نژدې ساحه کې څلور نور بریدګر ښکته کړل. یو د پولیسو له خوا ووژل شو، او درې لا هم په یوه ودانۍ کې پټ دي.»

مجروح وویل، چې یو کس وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.‌

ستانکزي ای اېف پي ته وویل، خواوشا ودانۍ خالي کړای شوي خو دا روښانه نه وه چې آیا له بریدګرو سره دننه ملکي خلک هم ایسار پاتې دي.‌

د یوې درېیمې چاودنې په هکله وروسته د چارشنبې په ورځ هغه وخت راپور ورکړل شو چې افغان امنیتي ځواکونو د مخکینیو مجرمانو لټون کاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوې اعلامیې په اساس، یاد هېواد دغه بریدونه د «ښکاره ترهګرۍ په توګه چې بې ګناه خلک په نښه کوي» وغندل.‌

د طالبانو پسرلني بریدونه به هېڅ بریا ترلاسه نه کړي

طالبانو د غوایي په ۵ مه،‌ په ښکاره د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړاو د الخندق عملیات په نامه یې بریدونه پیل کړل.

برمک وویل، طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوه ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړی دی، چې یوه په بغلان ولایت کې ده او بله په فاریاب ولایت کې.‌

چارواکي وایي، د طالبانو له خوا د جګړې اعلان به د سولې لپاره د افغان حکومت اراده کمزورې نه کړي.‌

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازي محمد فرهاد صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «هرکال، طالبان تر یوه جلا نامه لاندې خپل عملیات ترسره کوي،»

هغه وویل، «خو، د هغوی ټول عملیات د ملکي خلکو له وژنې او د عامه شتمنیو له ویجاړېدا څخه ایسته، د هغوی په ماتې او نه لمس وړ بریا سره پای ته رسېږي. سږ کال به یو ځل بیا د جګړې او د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو قربانیان ملکي خلک او غریب افغانان وي

د مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي سید صفی الله هاشمي وویل، دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو جګړه اعلان کړې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی څو کاله مخکې هم تر بېلابېلو نومونو لاندې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد جګړې کړي دي،خو هغوی د بې ګناه افغانانو له وژلو او د سړکونو، ښوونځيو او روغتونونو له ویجاړولو څخه پرته کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه مقاومت کوي

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل، «د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان به یوازې یو شعار پاتې شي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونه د دغې ډلې اورپکو ته اجازه نه ورکوي چې خپل هدفونه ترسره کړي. پسرلني عملیات یوازې د دې یوه هڅه ده چې د خلکو فکرونه خراب کړي. هغوی غواړي چې د داسې پروپاګند له لارې خپلې ناکامۍ او ماتې پټې کړي.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د وري په ۱ په ټول هېواد کې د نصرت عملیات پیل کړل.

رادمنش وویل، «په سلګونو طالب اورپکي ووژل شول او د هغوی ډېر سنګرونه ویجاړ کړای شول. زمونږ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د طالبانو الخندق عملیات د هغوی په یوه بله ناکامۍ باندې وربدل کړي.»

هغه وویل، «زمونږ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د عصري پوځي تجهیزاتو په لرلو سره، هم وړتیا لري او هم ظرفیت چې د طالبانو پسرلني عملیات ناکام کړي، او هغوی به د الخندق عملیاتو اړوند ټول پلانونه شنډ کړي،»

افغان ولسمشر اشرف غني د غوایي په ۸ مه وویل، «طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان کړی دی، او هیله لري چې د سولې لپاره د افغان حکومت اراده به کمزورې کړي، خو حکومت اراده، عزم او صلاحیت لري چې له طالبانو سره سوله وکړي، او د حکومت دغه اراده نشي کمزورې کېدلی.»

هغه وویل، «د سولې پروسه هېڅکله هم نشي ودرېدلی، ځکه چې سوله یو ضرورت دی. هر افغان تبعه باید د سولې د یوه سفیر په توګه عمل وکړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوه ډېره ښه او په زړه پورې لیکنه ده.‌

ځواب ورکړئ