ټاکني

د افغانستان د ولسي جرګې کاندیدانو په رسمي توګه انتخاباتي کمپاینونه پیل کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کاندیدانو، چې د ولسي جرګې لپاره سیالي کوي، د تلې په ۶ مه په رسمي توګه خپل کمپاینونه پیل کړل، چې ۱۹ ورځې به روان وي. له ۲۵۰۰ څخه ډېر کاندیدان د ۲۴۹ چوکیو لپاره سره سیالي کوي. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغانستان په رسمي توګه د جمعې په ورځ /د تلې ۶ مه/ د هېواد د ډېرو ځنډېدلو پارلماني انتخاباتو لپاره کمپاینونه پيل کړل. اوس د دغو انتخاباتو لپاره د تلې ۲۸ مه نېټه ټاکل شوې ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو په اساس، د کمپاین موده به ۱۹ ورځې دوام ومومي، او دغه کمېسیون په کاندیدانو تاکید کړی چې د کمپاین پر وخت د انتخاباتو قانون مراعت کړي.

د راپورونو په اساس، له ۲۵۰۰ څخه ډېر کاندیدان په رایه اچونه کې سره سیالي کوي. دا رایه اچونه د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یوه ازموینه او د لیندۍ په میاشت کې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د نړیوال کانفرانس څخه مخکې، یو مهم د عطف ټکی، بلل کیږي.‌ په دغه کانفرانس کې افغانستان تر فشار لاندې دی چې «د ولسواکو پروسو» په برخه کې پرمختګونه وښیي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تاکید کړی، چې رایه اچونه به له ننګونو سره سره، که بایومتریک ماشینونه، چې د اپوزیسیون ګروپونه یې له یو څخه د ډېر ځلې رایه اچونې د مخنیوي لپاره د نصبولو غوښتنه کوي، وي که نه وي ترسره شي.‌

د ولسي جرګې کاندیده مریم سما، چې ۲۶ کاله عمر لري، د تلې په ۴مه په کابل کې خپل د کمپاین پوسټرونه ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ولسي جرګې کاندیده مریم سما، چې ۲۶ کاله عمر لري، د تلې په ۴مه په کابل کې خپل د کمپاین پوسټرونه ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ولسي جرګې د کاندید فواد امان، چې ۳۳ کاله عمر لري، د کمپاین ټیم د تلې په ۴ مه په کابل کې د کمپاین پوسټرونه تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ولسي جرګې د کاندید فواد امان، چې ۳۳ کاله عمر لري، د کمپاین ټیم د تلې په ۴ مه په کابل کې د کمپاین پوسټرونه تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

چارواکو وویل،‌ تر اوسه پورې د هغو ۲۲۰۰۰ جرمن جوړ بایومتریک ماشینونو، چې وینا یې شوې ده، یوازې ۴۴۰۰ افغانستان ته را رسېدلي دي.

په ورته وخت کې، تمه ده چې څه ۵۴۰۰۰ عسکر او پولیس د انتخاباتو په ورځ له ۵۰۰۰ څخه ډېرد رایه اچونې مرکزونو امنیت خوندي کړي.

طالبانو او داعش ویلي چې انتخابات به ګډوډ‌ کړي.

په افغانستان کې د ناټو جیګپوړي ملکي استازي، کورنيلیوس زیمرمان، د افغان امنیتي چارواکو یوې وروستۍ غونډې ته وویل، «انتخابات د ناټو نه بلکې د افغانانو دي،»

ځوانان هیله مند دي

کاندیدان، چې وروسته له هغه یې شمېر ۲۵۶۵ شو چې د انتخاباتو چارواکو ۳۵ نور د جعلي اسنادو یا جرمي ریکارډونو د لرلو له امله له لست څخه حذف کړل، په ولسي جرګه کې د ۲۴۹ چوکیو لپاره سیالي کوي.

د ولسي جرګې ډېر پردحال غړي غواړي چې بیا انتخاب شي. خو د پخواني جنګسالارانو د بچیانو، سوداګرو او ژورنالستانو په شمول، په سلګونو ځوان کسان، چې دا یېلومړی ځل دی، هم د رایې اخیستلو لپاره سیالي کوي.

د تلوېزیون پخوانۍ ژورنالستې، مریم سما، چې ۲۶ کاله عمر لري او په کابل کې د ولسي جرګې د یوې چوکۍ لپاره سیالي کوي، وویل، «تمه داسې کیږي چې پارلمان د خلکو کور وي، خو هغه اوس د مافیایي شبکو، اداري فساد او هغو کسانو په ځای باندې بدل شوی چې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي،»

«هغه څوک چې کولی شي ریښتنی بدلون راولي، هغه ځوانان دي.»

هغې وویل، «کله چې زه په دې عمر کې د انتخاباتو لپاره ولاړه یم، د دې معنی دا ده چې هغه کار، چې پخواني وکیلانو، کاوه هغه د منلو وړ نه دی. دا ځل ځوان نسل غواړي چې لاس په کار شي.»

د تیورۍ په اساس،‌ د افغانستان خلک باید ځوانو کاندیدانو ته ترجیح ورکړي -- د هېواد نفوس په نړۍ کې یو له ډېرو ځوانو او ډېرو ژر وده کوونکیو نفوسو څخه شمېرل کیږي.‌

خو ځوان سیاستوال د زړو وکیلانو له خوا، چې له ډېر وخت راهیسې د قومي او نژادي ارتباطاتو، د سړي واکۍ د شبکو، وسلو او پیسو له لارې په سیاسي فضا حاکم دي، له یوې وېروونکې ننګونې سره مخامخ دي.‌

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د موسسې رییس، نعیم ایوب زاده، وایي، «زاړه سیاستوال او قومي او مذهبي زورواکي خپل ځانونه د سیاست صحیح او ځانګړي خاوندان بولي او ځواک او امکانات په لاس کې لري،»‌

اصلاح غوښتونکي افغانان هیله مند دي چې ښایي دا وضعه د تلې د میاشتې په ۲۸مه بدله شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500