امنیت

د کونړ ښځو د سولې لپاره خپل غږ پورته کړ او له اورپکو یې وغوښتل چې وسلې کېږدي

د خالد زېري راپور

په سلګونو ښځې د تلې په ۱۶مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې ټولې شوې چې په اورپکو غږ وکړي چې جنګ بس کړي. [خالد زېری]‌

کونړ -- د کونړ ولایت د بېلابېلو برخو په سلګونو ښځې په اسد اباد کې ټولې شوې او په اورپکو یې غږ وکړ چې جنګ بس کړي او د هېواد په بیارغونه باندې تمرکز وکړي.‌

دغه غونډه «د سولې لپاره د افغانستان د ښځو ملي اجماع» تر نامه لاندې د تلې په ۱۶مه ترسره شوه.‌

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال غونډې ته وویل، «زه باور لرم چې ښځې کولی شي چې د سولې په برخه کې ډېر څه وکړي،»

د ولسمشر غني یوې سلاکارې او د سولې د عالي شورا غړې، ملالۍ شینوارې، د غونډې برخه والو ته وویل، «مونږ له جنګ څخه ستړي یو او ستاسو په څېر ښځې باید خپل غږ اوچت کړي،»

په کونړ کې په سلګونو ښځې د تلې په ۱۶مه په اسد اباد کې ټولې شوې او په طالب اورپکو یې تاکید وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي. [د کونړ د والي د رسنیو دفتر]‌

په کونړ کې په سلګونو ښځې د تلې په ۱۶مه په اسد اباد کې ټولې شوې او په طالب اورپکو یې تاکید وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي. [د کونړ د والي د رسنیو دفتر]‌

هغې وویل، «په خپلو کلیو او کورونو کې د جنګ پر ضد تبلیغ وکړئ. تاسو باید د هغه چا پر ضد، چې جنګ کوي، خپل غږ پورته کړئ... تاسو میندې ځکه دا کار په ښه توګه کولی شئ چې د حکومت ضد عناصرو له ډلې څخه هر یو د یوې مور زوی دی، نو دا صحیح وخت دی چې په اتفاق سره د سولې غوښتنه وکړئ.»

په کونړ کې د ښځو د چارو رییسې سهیلا بابر په دغو مراسمو کې وویل، «دا به مبالغه نه وي که وویل شي چې په کونړ کې داسې مور نشته چې په جنګ کې یې یو زوی له لاسه نه وي ورکړی،»

هغې وویل، «دلته، ټول درد میندې او مېرمنې زغمي، او مونږ تل د ښځو څخه غوښتنه کړې او ترې غواړو چې د جنګ په پای ته رسولو کې خپل رول ولوبوي. مونږ باید د سولې لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500