زده کړه

طالبانو په سرپل کې د نجونو ښوونځي په نظامي مرکزونو بدل کړي دي

د هدایت الله راپور

افغانې ښځې او یوه نجلۍ د ۱۳۹۱ د غوایي په ۳۱ مه په سرپل کې د سېلاوونو له راوتلو څخه وروسته په یوه سرپناه کې ناستې دي. د دې ولایت په ځینې ولسوالیو کې طالبان دغه ډول ځوانې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي. [قیس عصیان/ای اېف پي]

افغانې ښځې او یوه نجلۍ د ۱۳۹۱ د غوایي په ۳۱ مه په سرپل کې د سېلاوونو له راوتلو څخه وروسته په یوه سرپناه کې ناستې دي. د دې ولایت په ځینې ولسوالیو کې طالبان دغه ډول ځوانې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي. [قیس عصیان/ای اېف پي]

کندوز -- ولایتي چارواکي وایي، طالبانو په سرپل ولایت کې د خپلو ظلمونو د لړۍ په تر ټولو وروستي عمل کې له ۴۰۰۰ څخه ډېرې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي دي.‌

د سرپل د پوهنې رییس احمدخان بېګزاد سلام ټایمز ته وویل، طالب اورپکي د شپږم او پورته ټولګیو ښځینه زده کوونکې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ ۲۲ د نجونو ښوونځیو او د سانچارک ولسوالۍ څلورو د نجونو ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي.

د پوهنې ریاست وایي، په سرپل کې نژدې ۱۵۰۰۰۰ زده کوونکیو ته چې ۴۰٪ یې نجونې دي ۳۴۰۰ ښوونکي چې ۴۰٪ یې ښځې دي درس ورکوي.

بېګزاد وویل، «طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو د کارمندانو او زده کوونکیو پر ضد یوه ګواښوونکې اعلامیه خپره کړې او پر نجونو یې تاکید کړی چې خپلو زده کړو ته دې دوام نه ورکوي یا په نورو ټکو له شپږم ټولګي څخه پورته دې درسونه نه لولي.»

د سرپل ولایت د پوهنې رییس احمد خان بېګزاد د غوایي په ۲۳مه په سرپل ښار کې د نجونو په یوه ټولګي کې له یوې ښوونکې سره خبرې کوي. [د سرپل د پوهنې ریاست/فېسبوک]

د سرپل ولایت د پوهنې رییس احمد خان بېګزاد د غوایي په ۲۳مه په سرپل ښار کې د نجونو په یوه ټولګي کې له یوې ښوونکې سره خبرې کوي. [د سرپل د پوهنې ریاست/فېسبوک]

هغه وویل، «کورنۍ خپلې لوڼې د طالبانو له ډاره ښوونځي ته نه لېږي او دا واقعاً د عامو خلکو پر ضد یوه لویه بې انصافي ده.»

هغه وویل، «الله تعالی په سړیو او ښځو ټولو باندې په ورته ډول علم ترلاسه کول لازم کړي او هغوی باید د ښوونې او روزنې له نعمت څخه برابره ګټه واخلي.»

بېګزاد زیاته کړه، «مونږ په محلي ولسي شوراګانو، بانفوذه کسانو او معززو علماوو باندې غږ کوو چې له طالبانو سره خبرې وکړي چې دا نجونې چې په کورونو کې ناستې دي ... اجازه ولري چې بېرته ښوونځي ته لاړې شي.»

هیلې خرابول

په سانچارک ولسوالۍ کې د دوه ښځینه زده کوونکیو مور فرخندې چې ۳۸ کاله عمر لري وویل، «زما د لوڼو راتلونکی خراب شو.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه مې د خپلو لوڼو د راتلونکي په هکله اندېښمنه یم. زما دوه لوڼو په شپږم او اتم ټولګیو کې زده کړې کولې، خو اوس هغوی نشي کولی چې ښوونځي ته لاړې شي.»

هغې وویل، دا «د طالبانو د ظلم او بې انصافۍ له امله دي. کله چې خبره د نجونو پرمختګ ته رسېږي هغوی اصلي مجرمان دي ځکه چې هغوی د پوهنې دښمنان دي

د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د نو اباد ښوونځي د اتم ټولګي یوې زده کوونکې سیمین قیومي چې ۲۳ کاله عمر لري وویل، «طالبان مونږ ته اجازه نه راکوي چې ښوونځي ته لاړې شو.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «پخوا چې هغوی مونږ ته ښوونځي ته د تګ اجازه راکوله حالات ښه وو، خو اوس هغوی مونږ نه پرېږدي چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړو.»

هغې وویل، «زه د زده کړې او د پوهې ترلاسه کولو ته ډېره لېواله یم او زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکتره شم خو طالبان ما نه پرېږدي چې خپلو هیلو ته ورسېږم.»

هغې زیاته کړه، «زه په حکومت غږ کوم چې زمونږ په ولسوالۍ کې امنیت راولي او زمونږ ښوونځی بیا پرانیزي چې مونږ خپلې زده کړې ته دوام ورکړو.»

د ماشومانو پر ضد جرم

د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق د غوایي په ۱۸مه سلام ټایمز ته وویل، په سانچارک کې طالبانو ځینې ښوونځي ان په نظامي مرکزونو باندې بدل کړي دي.‌

هغه وویل، «طالبانو د سانچارک ولسوالۍ په تبت کلي کې د بهار لو د نجونو ښوونځی په خپل مرکز باندې بدل کړی او اوس هغوی دغه ښوونځی د یوه نظامي مرکز په توګه استعمالوي.»

دقیق زیاته کړه، «طالبانو د سانچارک ولسوالۍ په شپږو کلیو کې -- چې د هغوی تر کنټرول لاندې دي -- نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته له دوام ورکولو څخه منع کړي دي.»

هغه وویل، «له یوې میاشتې څخه ډېر وخت وشو چې زمونږ شپږ کلي د طالبانو لاس ته ورغلي دي. طالبانو اعلان کړی چې له دې وروسته باید هیڅوک هم خپلې لوڼې ښوونځیو ته ونه لېږي.»

دقیق وویل، «تر دې چې طالبانو ښځو ته ویلي چې له محرم یا د کورنۍ له نارینه غړي څخه پرته دې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي... هغوی سړیو ته حکم کړی چې ږیرې پرېږدي او ویلي یې دي چې هر څوک چې خپله ږیرهوخروي، طالبان به هغه ته سزا ورکړي.»

د سانچارک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محب الله فرهمند چې۴۲ کاله عمر لري د طالبانو دغه عملونه د هېواد د ماشومانو پر ضد یو لوی جنایت وباله.‌

فرهمند سلام ټایمز ته وویل، «تر دې مخکې، مونږ په دې ډېر زیات خوشحال وو چې لیدل مو چې زمونږ ماشومان په دغو ښوونځیو کې علم زده کوي، خو اوس ښوونځي په نظامي مرکزونو باندې بدل شوي دي.»

هغه وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې لطفاً د روژې د دې مبارکې میاشتې په خاطر له ښوونځيو څخه وځي او زده کوونکیو ته فرصت ورکړي چې خپلې ښوونې او روزنې او زده کړو ته دوام ورکړي.»

د ښوونځیو بیا پرانستل

د پوهنې وزارت له محلي مشرانو او د ښوونځیو د شورا غړو سره په همکارۍ کې هڅه کوي چې طالبان دې ته وهڅوي څو ټولو زده کوونکیو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ولولي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د غوایي په ۲۲مه وویل، وزارت هڅې پیل کړي چې دا ستونزه حل کړي.

نجرابي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د ښوونځیو د شوراګانو او محلي قومي مشرانو له لارې له اورپکو سره خبرې اترې کوو» او زیاته یې کړه چې «خبرې اترې پرمخ روانې دي».‌

هغې وویل، «په سرپل ولایت کې ۳۰ ښوونځي د اورپکو له ګواښونو سره مخامخ دي او ۸ یې بند کړای شوي دي.»

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، «محلي حکومت هڅه کوي چې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو له لارې ناامنه سیمې د طالبانو له حضور څخه پاکې کړي.»

هغه وویل،‌ «یو ځل چې مونږ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې تصفیه کړو بیا به مونږ د هغو سیمو د ښوونځیو ستونزې هم ورحل کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500