غني په طالبانو تاکید وکړ چې د سولې لاره انتخاب کړي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

غني دا خبرې د سولې په هکله د یوه دوه ورځني مشورتي مجلس په پای کې وکړې.

دا غونډه د کابل بهیر کانفرانس څخه مخکې،چې په پام کې ده راتلونکې اونۍ د افغانستان د امنیت او سیاسي مسایلو په هکله ترسره شي، ترسره شوه. تمه ده چې د کابل بهیر کانفرانس کې د ۲۳ هېوادونو، اروپایي اتحادیې، ملګرو ملتونو او ناټو استازي برخه واخلي.

غني وویل، «مونږ به طالبانو ته د پرېکړې کولو انتخابونه ورکړو؛ هغوی باید فکر وکړي چې ایا هغوی اراده لري چې د الله (ج) غوښتنې ته تسلیم شي،»

غني زیاته کړه، «ملت به هیچاته اجازه ورنه کړي چې شخړه رامنځته کړي،»

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل، «داسې یوه با وقاره سوله باید وشي چې ټول لوري په کې برخه واخلي. کله چې مونږ وایو باوقاره، په هغې کې حتی هغه کسان، چې جګړه کوي، هم راځي،»

هغه وویل، هغوی باید جګړه وغندي، له ترهګرو ډلو سره روابط ختم کړي او وایي چې «زه راځم چې له خپلو خلکو سره یوځای شم،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500