خوست -- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ / د کب ۱۵ مه/ په خوست ولایت کې یو بمي برید شنډ کړ.
د اعلامیې په اساس، افغان ملي پولیسو د اسماعیل خېل ولسوالۍ په زاني خېلو کلي کې امنیتي عملیات ترسره کړل، او هلته یې له چاودېدونکیو توکو څخه ډک یو هاموي ونیو.
د وزارت په وینا، ترهګرو پلان درلود چې په خوست ولایت کې یو مرګونی برید ترسره کړي. د هیچا د نیونې په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.