داعش په جوزجان کې د یوه ۱۴ کلن هلک سر پرې کړ

سلام ټایمز

جوزجان -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۸ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د داعش ترهګرو د یوه ۱۴کلن هلک، چې هغوی پرې په جوزجان ولایت کې له افغان ځواکونو سره د مرستې تور لګولی وو، سر پرې کړ.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو مدیر عبدالحفیظ خاشي وویل، دغه پېښه په درزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوه.‌

خاشي وویل، د داعش ترهګرو د رحیم داد په نامه ماشوم سر پرې کړ، ځکه هغه په خپله خوښه محلي امنیتي ځواکونو ته خواړه او اوبه ور وړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500