پکتیا -- د والي د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه هوایي برید په پکتیا ولایت کې د جنوب ختیځ لپاره د طالبانو د استخباراتو د تش په نامه مسؤل په شمول لږ تر لږه اوه مهم طالبان ووژل. په اعلامیه کې د پېښې نېټه نه ده یاده شوې.
په اعلامیه کې راغلي، چې برید اورپکي په احمد ابا ولسوالۍ کې د هغوی په موټر کې وویشتل.
چارواکو د طالبانو د استخباراتو د تش په نامه مشر نوم زینت الله یاد کړی چې په فرهاد هم مشهور دی.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.