کندهار -- چارواکو وویل، چې یوه بم د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۵ مه/ چې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې د انتخاباتي کمپاین په یوه دفتر کې تر چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی وو، د کاندید په شمول څلور افغانان ووژل.
د والي ویاند عمر ځواک ای اېف پي ته وویل، کاندید، عبدالجبار قهرمان، په لشکرګاه کې له خپلو ملاتړ کوونکیو سره په کتنه بوخت وو چې د هغه تر چوکۍ لاندې پټ شوی بم وچاودېد.
د کورنیو چارو وزیر ویس برمک خبریالانو ته وویل، چې قهرمان د هغو څلورو کسانو په ډله کې وو چې چاودنې ووژل. هغه زیاته کړه، چې اوه نور ټپیان شول او درې مشکوک کسان نیول شوي دي.
د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
ولسمشر اشرف غني په قهرمان باندې، چې هغه په ۱۳۹۵ کې د یوه استازي په توګه هلمند ته د طالبانو د ماتولو لپاره لېږلی وو، شوی برید وغانده. قهرمان وروسته له هغه موقف څخه استعفا ورکړه.